د احادیثو لړلیک

په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده
عربي انګلیسي اردو
یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه
عربي انګلیسي اردو
رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و
عربي انګلیسي اردو
د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و
عربي انګلیسي اردو
ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله
عربي انګلیسي اردو
ایا زه تاسو ته د دجال په اړه داسې یو څه ونه وایم چې هېڅ پیغمبر خپل قوم ته نه دي ویلي؟ هغه (په یوه سترګه) ړوند دی، او هغه له ځان سره د جنت او دوزخ په څېر راوړي
عربي انګلیسي اردو
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د هغه په مخ کې پېژندله
عربي انګلیسي اردو
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده
عربي انګلیسي اردو