عن عائشة رضي الله عنها قالت: كان خُلُقُ نَبي اللِه صلى الله عليه وسلم القرآن.
[صحيح] - [رواه مسلم في جملة حديثٍ طويلٍ]
المزيــد ...
له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی فرمایي: د الله د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - اخلاق قرآن و.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
د حدیث معنا دا ده چې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د قرآن په اخلاقو سره سمبال و، په هر هغه شي چې قرآن امر کړی هغه یې تر سره کړی، او له هر هغه څه نه چې قرآن منع کړی له هغې یې ډډه کړی، برابره خبره ده که دا د الله په عبادتونو کې وي او یا د بنده ګانو سره په راکړه ورکړه کې، نو د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- اخلاق د قرآن کریم پیروي وه، او پدې سره أم المؤمنین عائشة - رضي الله عنها - اشاره کوي چې کله که مونږ وغواړو چې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - اخلاق په ځان کې پیدا کړو، نو باید د قرآن په اخلاقو سره ځان سمبال کړو.