عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَحْسَنَ النَّاسِ خُلُقًا.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2310]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2310]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په اخلاقو کې تر ټولو کامل انسان و، او هغه په ټولو اخلاقو او فضیلتونو کې مخکښ و، لکه په نرمۍ خبرې کول، ښېګڼه کول، ورین او خوشحاله مخ، له نورو څخه ضرر دفع کول او لرې کول.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو بشپړوالی.
  2. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو غوره نمونه ده.
  3. په ښو اخلاقو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره تلل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)