+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
كان رسولُ الله صلى الله عليه وسلم إذا عَطَس وضَعَ يَدَه -أو ثوبَهُ- على فيهِ، وخَفَضَ -أو غضَّ- بها صوتَهُ.

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وأحمد] - [سنن أبي داود: 5029]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه، نو خپل لاس به یې په خوله کېښود او یا به یې خپلې جامې په خوله کېښودې او خپل غږ به یې ښکته کړ(یعنې د پرنجې پر مهال به یې خپل غږ کنترول کړ).

[صحيح] - - [سنن أبو داود - 5029]

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرنجی کاوه نو:
لومړی به یې په خپل لاس یا جامه په خولې کېښوده؛ تر څو یې له خولې یا پزې داسې څه را ونه وځي چې له امله یې ناست ملګري ازار شي.
دویم: غږ به یې ټیټاوه او نه به یې پورته کاوه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د پرنجي پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه او پدې کې د هغه پیروي کول.
  2. د پرنجي پر مهال په ​​خوله او پوزه جامه او یا بل څه نیول مستحب دي، تر څو ترې داسې څه راونه وځي چې ناست کس ته زيان ورسيږي.
  3. د پرنجي پر مهال د غږ ټېټول مطلوب دي، او دا کار بشپړ ادب او له غوره اخلاقو څخه دی.