+ -

عن عائشة وعبد الله بن عباس رضي الله عنهما قالا:
لَمَّا نَزَلَ بِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ طَفِقَ يَطْرَحُ خَمِيصَةً لَهُ عَلَى وَجْهِهِ، فَإِذَا اغْتَمَّ بِهَا كَشَفَهَا عَنْ وَجْهِهِ، فَقَالَ وَهُوَ كَذَلِكَ: «لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى اليَهُودِ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ» يُحَذِّرُ مَا صَنَعُوا.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 435]
المزيــد ...

له عائشې او عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی (دواړو) ویلي:
کله چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم - د مرګ حالات- راغلل، نو خپل مخ یې په خپل یو څادر سره پټ کړ، کله به چې پرې سختي راغله نو لرې به یې کړ، بیا یې پدې حال کې وویل: «لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى اليَهُودِ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ» «په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي» د هغوی د کړنو په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکاوه.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

عائشه او ابن عباس رضي الله عنهما خبر راکوي چې کله پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته مرګ راغی نو خپل مخ یې په یوې ټوټې (ټوکر) سره پټ کړ، نو کله به یې چې د مرګ د سختیو له امله ساه تنګه شوه بیا به یې لرې کړه، نو پدې سختو حالاتو کې یې وویل: په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي او هغوی دې له خپل رحمت څخه وشړي؛ ځکه چې هغوی د خپلو پيغمبرانو په قبرونو جوماتونه جوړ کړل، او که چېرته دې کار خطر نه درلودی نو هېڅکله به یې پداسې سختو حالاتو کې د دې خبرې یادونه نه وی کړی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت د دې کار په څېر له کولو څخه منع کړی دی، ځکه چې دا د یهودو او نصاراو عمل دی، او ځکه چې دا عمل شرک ته د رسېدو لار ده.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صومالیایي کینیارونډا ژباړه چیکي ملاګاسي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د انبياوو او صالحانو له قبرونو څخه د عبادت ځایونو جوړولو ممانعت چې د الله لپاره پکې لمونځ وشي، ځکه چې دا کار د شرک لپاره وسیله ده.
  2. توحید ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلکه پاملرنه او لدې وېره چې د قبرونو تعظیم وشي، ځکه چې دا کار شرک ته لار جوړوي.
  3. په يهودانو او نصاراوو او هغو کسانو د لعنت ويلو جواز چې په قبرونو ودانۍ جوړوي او عبادت ځایونه یې ګرځوي.
  4. په قبرونو ودانۍ جوړول د یهودو او نصاراوو له طریقو څخه دي، او په حدیث کې هغوی سره له ورته والي منع راغلې ده.
  5. له قبرونو څخه د جوماتونو جوړولو یوه بڼه دا ده چې تر څنګه یې لمونځ وشي او یا د لمانځه پر مهال ورته مخ شي، که څه هم جومات نه وي جوړ شوی.
نور