عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: «لا تُطْروني كما أَطْرت النصارى ابنَ مريم؛ إنما أنا عبده، فقولوا: عبد الله ورسوله».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...
له عمر بن الخطاب - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې : له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: « زما په صفت کې له حد نه مه اوړئ لکه څرنګه چې مسیحیانو د مریم د زوی په صفت کې له حد نه اوړیدلي دي، زه یو بنده یم، نو ووایئ: د الله بنده او د هغه پیغمبر».
صحيح - بخاري روايت کړی دی
پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی په یووالي د ټینګار له مخې، او په خپل امت له شرک څخه د ویرې له امله چې پخواني امتونه پکې واقع شوي دي، او د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم په صفت کې له حد نه اوړیدلي دي، لکه د الله تعالی په ځانګړو صفتونو او کړنو سره یې یادول، او لکه عیسویانو چې د مسیح په اړه مبالغه وکړه او د الوهیت صفتونه یې ورکړل او هغه یې د الله لپاره د زوی په توګه یاد کړ، نو په شرک کې واقع شول لکه چې الله تعالی فرمایي:{لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ} ژباړه: (خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل:بېشكه الله همدا د مریمې زوى مسیح دى، حال دا چې مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته) بیا یې وفرمایل: ( یقینا زه د هغه بنده یم، نو ووایئ د الله بنده او استازی) یعنې په بنده او پيغمبرۍ سره مې یاد کړئ لکه څرنګه چې الله تعالی په هغې سره یاد کړی یم، ما د بندګۍ له حدودو څخه د الوهیت او یا ربوبیت مقام ته مه رسوئ لکه څرنګه چې نصاراو وکړل، ځکه د پیغمبرانو حق بندګي او پیغمبري ده، او الوهیت یوازې د الله حق دی، او د دې ویرولو سره بیا هم ځینې خلک په هغه څه کې واقع شول چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم ترې ویرولي وو ، نو پام وکړه چې له هغوی څخه نه شې.