عن جابر رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سئل عن النُّشْرَةِ؟ فقال: هي من عمل الشيطان.
[صحيح] - [رواه أبو داود وأحمد]
المزيــد ...

له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د (نشره) یعنې- د جادو خلاصول په جادو سره- اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.
[صحيح] - [ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

تشریح

له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د جادوګرۍ د علاج په اړه پوښتنه وشوه چې د جاهلیت په زمانه کې به په هغه طریقه کارول کېده لکه: جادو د جادو په واسطه خلاصول چې د دې حکم څه دی؟ هغه - صلی الله علیه وسلم - ځواب ورکړ: دا د شیطان کار دی یا د هغه له لارې کیږي؛ ځکه چې دا په بل ډول جادو او نورو شیطاني کړنو په کارونې سره کیږي، دا شرک او حرام دی. او د جادو مشروع ویستل، هغه دي چې په شرعي دم سره وویستل شي او یا یې په اړه پلټنه وشي، او په لاس سره یې خلاصول د قرآن کریم د لوستلو او روا درملو سره جایز دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له علماوو څخه د ستونزمنو مسئلو د حکم په اړه د پوښتنې کولو مشروعیت؛ تر څو سړی په حرامو کې واقع نه شي.
  2. د نشرة (د سحر علاج په سحر سره) څخه منع، په هغه طریقه چې جاهلیت والاو کوله، ځکه دا جادو دی او جادو کفر دی.
  3. شیطاني کړنې ټولې حرامې دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (27)
نور