عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«مَنْ لَقِيَ اللهَ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 93]
المزيــد ...

له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی چې وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 93]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک پداسې حال کې مړ شو چې له الله تعالی سره یې شرک نه وي کړی نو ورتګ یې د جنت لورې ته دی، که څه هم د ځینو ګناهونو سزا ورته ورکړل شي او څوک چې پداسې حال کې مړ شو چې له الله تعالی سره یې شرک کړی وي نو اور کې به تل پاتی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د توحید فضیلت، او دا چې په دوزخ کې له تلپاتې کېدلو څخه د خلاصون لار ده.
  2. بنده ته د جنت او دوزخ نږدېوالی او دا چې د ده او دوی ترمنځه له مرګ پرته بل څه نشته.
  3. له لږ او ډیر شرک څخه ځان ساتل، ځکه چې له اور څخه ژغورنه له هغې څخه ځان ساتل دي.
  4. د عملونو عبرت په پای سره دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور