عن عطاء بن يسار وأبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: "اللهم لا تجعل قبري وثنا يُعبد، اشتد غضب الله على قوم اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد".
[صحيحان] - [حديث عطاء بن يسار: رواه مالك.
حديث أبي هريرة رضي الله عنه: رواه أحمد]
المزيــد ...
له عطاء بن یسار او أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی : ای الله! زما قبر بت مه ګرځوه چې عبادت یې وشي، د الله غضب په هغه قوم سخت شو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه جوړ کړل.
صحيح - احمد روايت کړی دی
پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - ویرېده چې په امت کې یې له قبر سره هغه څه ونه شي کوم څه چې له یهودو او نصاراو څخه د خپلو پیغمبرانو د قبرونو په حق کې وشول، غلو یې پکې وکړه تر دې چې بتان یې وګرځول، نو - پیغمبر صلی الله علیه وسلم - الله ته هېله وښوده چې قبر یې هسې ونه ګرځوي، بیا پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبرداری ورکړ چې د کوم کار له امله د الله سخت غضب او لعنت د یهودو او نصاراو پسې شو، د هغه څه له امله چې د خپلو پیغمبرانو د قبرونو په حق کې یې وکړل تر دې چې بتان یې ترې جوړ کړل او عبادت یې وشو، نو د توحید ضد عمل؛ شرک کې واقع شول.