طهارت (پاکي) د ایمان نیمايي/ برخه ده، "الحمد لله" ترازو (د عملونو میزان) ډکوي، او "سبحان الله" او "الحمد لله" دواړه د آسمان او ځمکې ترمنځ فضا ډکوي
څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و
هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي
که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ
فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل
چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي
پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای
پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي
چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي
څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي
صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي
الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)
هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه
چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي
الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ
کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ
إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله
هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه
کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي
إِذَا أَتَيْتُمُ الغَائِطَ فَلاَ تَسْتَقْبِلُوا القِبْلَةَ، وَلاَ تَسْتَدْبِرُوهَا وَلَكِنْ شَرِّقُوا أَوْ غَرِّبُوا»، «کله چې د حاجت رفع کولو ځای ته لاړئ نو قبلې ته مخ یا شا مه اړوئ، بلکې، ختیځ او یا لوېدیځ لوري ته شئ
په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي
ايا له تاسو څخه يو څوک نه وېرېږي – يا ستاسو څخه څوک دا وېره نه لري چې: کله دی له امام څخه مخکې خپل سر راپورته کوي، چې الله جل جلاله به یې سر د خره وګرځوي، او یا به یې څېره د خره څېره وګرځوي
رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و
اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم
مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ
زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي
کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «لمونځ په خپل ټاکلي وخت» هغه وويل: بيا کوم؟ ويې فرمايل: «بيا له مور او پلار سره نیکي»، هغه وويل: بيا څه؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد
مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي
مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي
بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل
زما نه مخکې الله تعالی هیڅ یو امت ته پېغمبر نه دی لېږلی مګر دا چې هغه لره به د خپل د امت څخه ځانګړي ملګري (حواریان) وو او داسې ملګري چې د هغه په سنتو به يې عمل کاوه او د هغه د اوامرو پیروي به یې کوله
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ
چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې
الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم
اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)
له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې
يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ
عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً
رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته
زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم
کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ
څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي
خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟
خپلو اولادونو ته په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او (د نه کولو په صورت کې یې پرې ووهئ) کله چې لسو کلونو ته ورسیږي، او د خوب ځایونه یې سره جلا کړئ
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟
مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ ثُمَّ أَتَى الْجُمُعَةَ فَاسْتَمَعَ وَأَنْصَتَ غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجُمُعَةِ وَزِيَادَةُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ
څوک چې سهار او یا بیګا مهال جومات ته لاړ شي، نو الله تعالی به د هغه لپاره په جنت کې د مېلمستیا ځای چمتو کړي، هر ځل چې دی سهار او یا هم بیګا کوي
اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ
څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې) ده
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده
هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره
د هر فرض لمانځه پسې داسې تعقیبي دعاګانې شته چې ویونکی - یا کوونکی- به یې نامراده نه شي - درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او څلور دېرش ځلې الله اکبر وییل
چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي
مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ
په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي
إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده
یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه
مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ
کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي
موږ به له (حېض څخه د پاکوالي نه وروسته) خړوالي او زیړوالي (خړو او زیړو اوبو) ته نه لېدل (یعنې لمونځ به مو ورسره کاوه)
په دریو وختونو کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له لمانځه څخه منع کولو او لدې چې خپل مړي پکې ښخ کړو
څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده
پر ځینو خلکو څه شوي دي چې په لمانځه کې سترګې اسمان ته پورته کوي» نو په دې اړه یې خبره سخته کړه، تر دې چې ویې ویل: «هغوی دې له دې کاره لاس واخلي، که نه نو سترګې به یې واخیستل شي
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه
څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي
څوک چې د هر فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ووایي، نو هېڅ شی به هغه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي، تر څو چې مړ شي
که په تاسو کې یو څوک د خپل لمانځه په اړه شک وکړي او نه پوهیږي چې څو رکعته (لمونځ) یې کړی؛ درې که څلور رکعته، نو شک دې لرې کړي او په هغه څه دې باور وکړي چې یقیني وي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل
مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل
په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي
د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ
په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای
رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ». "له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي
عملونه شپږ دي او خلک څلور ډوله دي، دوه عملونه دي چې واجبوونکي دي، او - بل ډول - سر په سر، او نیکي یو په لس چنده ده، او - بل ډول - نیکي په اووه سوه ده
کله چې الله تعالی د یو بنده په اړه په یوه ځمکه کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، نو هغې ځمکې ته د ورتګ لپاره ورته اړتیا پیدا کړی شي
کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي
زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم
زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه
إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي
کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم
يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها». «اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه
کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ
زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ
په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ
دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده
موږ ته د برېتو (سنت)اخېستلو، نوکانو لنډولو، تخرګونو وېستلو او د نامه نه لاندې برخې کلولو لپاره نېټه ټاکل شوې ده چې له څلوېښتو شپو یې زیات پرې نه ږدو
اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج دی
کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله
په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ
هر چا ته چې د دغو لوڼو پالنه ورپه غاړه شوه، نو نېک چلند يې ورسره وکړو، د اور له عذاب څخه به یې د ساتنې سبب وګرځي
په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي
که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي
پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې
دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي
د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي
حج او عمره یو بل پسې ادا کړئ، ځکه چې دا دواړه فقر او ګناهونه داسې لرې کوي لکه څنګه چې (د پښ پو شوی اور ) د اوسپنې، سرو زرو او سپینو زرو ناپاکي لرې کوي او قبول شوی حج له جنت پرته بله بدله نه لري
ځینې خلک دې د جمعې د لمانځه له پرېښودلو منع شي، که نه نو الله تعالی به د دوی پر زړونو مهر ولګوي، چې بیا به له غافلو څخه وګڼل شي
په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي
زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې
کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-
اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی
څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي
کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمونږ تر منځه و نو موږ به د هر کوچني او لوی، ازاد او غلام سرسایه له خوړو یوه پيمانه، یا له کورتو یوه پيمانه، یا له وربشو یوه پيمانه، یا له خرماوو یوه پیمانه او یا له ممیزو یوه پیمانه ورکوله
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه
له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې یې ونیسي
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې دې ادا کړی شي
څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي
د عمربن الخطاب رضي الله عنه سره مې اختر راغی، هغه وویل: دا دوه ورځې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې روژه نیول منع کړي دي: یوه مو هغه ورځ چې د روژې پسې بوزه شوئ (د کوچني اختر ورځ) او بله ورځ چې له خپلو قربانیو څخه پکې خوراک کوئ (د لوی اختر ورځ)
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تلبیه وه: «لَبَّيْكَ اللهُمَّ، لَبَّيْكَ، لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَكَ
زه ګورم چې ستاسو خوبونه د وروستیو اوو شپو په اړه سره موافق شوي دي، نو څوک چې د قدر شپه لټوي، نو په وروستیو اوو شپو کې دې ولټوي
آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده
بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي
کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او (د عبادت لپاره به یې) ملابند کلک کړ
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي
(کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي)
هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول
څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل وېښتان او نوکان نه پرې کوي
که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای
اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته به بل هېڅ سیوری نه وي