+ -

عن عائشةَ أُمِّ المُؤْمِنينَ رضي الله عنها:
أن النبي صلى الله عليه وسلم كان لا يَدع أربعا قَبل الظهر وركعتين قبل الغَدَاة.

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 1182]
المزيــد ...

له أم المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله څلور رکعته لمونځ د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعته د سهار د لمانځه نه مخکې نه پرېښودل.

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 1182]

تشریح

عایشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغې په کور تل نفلي لمونځونه کول او هېڅکله به یې نه پرېښودل: څلور رکعتونه په دوو سلامونو سره د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعتونه د سهار د لمانځه نه مخکې.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ماسپښین له لمانځه نه مخکې څلور رکعته او د سهار د لمانځه نه مخکې دوه رکعته ادا کول مستحب دي.
  2. غوره دا ده چې سنت لمونځونه په کور کې وشي، له دې امله عایشې رضي الله عنها یې په اړه خبر ورکړ.