عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مُغَفَّلٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم:
«بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ، بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلَاةٌ» ثُمَّ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ: «لِمَنْ شَاءَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 627]
المزيــد ...

د عبد الله بن مغفل رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 627]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د هر اذان او اقامت تر منځه نفلي لمونځ دی، دا خبره یې درې ځلې تکرار کړه او په درېم ځل یې وویل چې دا کار د هغه چا لپاره مستحب دی چې لمونځ کول وغواړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د اذان او اقامت تر منځه لمونځ کول مستحب دي.
  2. د وینا په تکرارولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه، تر څو یې خلک واوري او دا کار د وینا په ارزښت ټینګار دی.
  3. په دوو اذانونو سره مراد: اذان او اقامت دی، او لدې امله ورته دوه اذانونه ویل کیږي چې غالبا یې ورته خلک وایي، لکه (لمر او سپوږمۍ) ته چې قمرین او (أبوبکر او عمر) ته عمرین ویل کیږي.
  4. اذان د وخت د داخلېدو او اقامت د لمانځه د ادا کولو د وخت د رارسېدو خبرتيا ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو اندونیسیایي نور (49)
نور