کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ
چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي
څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده
يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها». «اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي
د هرو دوو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی، د هرو دوه وو اذانونو (اذان او اقامت) په منځ کې لمونځ دی». بیا یې په دریم ځل وفرمایل:«د هغه چا لپاره چې وغواړي