عَنْ ‌عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنها أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې:
«إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کوي چې چا د لمانځه لپاره له اذان کوونکي څخه د اذان الفاظ واورېدل نو ورپسې دي همغه الفاظ تکرار کړي پرته له : حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح څخه، ځکه له هغوی وروسته به: لا حول ولا قوة الا بالله وایي، بیا به د اذان په پای کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي، ځکه چې چا په رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل درود ووایي، نو الله تعالی به پرې د هغه له امله لس ځلې درودونه ووایي، او د الله تعالی لخوا پر بنده باندې د درود وییلو معنا: د ملایکو پر وړاندې د بنده ستاینه کول دي.
بیا یې امر وکړ چې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره له الله تعالی څخه د وسیلې سوال وشي، چې هغه په جنت کې یو مقام دی او تر ټولو لوړ دی، چې د الله تعالی په ټولو بندګانو کې یوازې د یو بنده سره ښایي او ورته ورکول کیږي، او زه تمه لرم چې هغه زه اوسم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د عاجزۍ او تواضع له مخې کړې ده؛ ځکه چې کله هغه مقام یوازې د یو چا لپاره وي، نو هغه یو تن به لده صلی الله علیه وسلم پرته بل څوک نه وي، ځکه چې هغه د مخلوقاتو تر ټولو غوره دی.
بیا هغه صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وسیلې دعا وکړه نو هغه انسان ته د هغه صلی الله علیه وسلم شفاعت حاصل دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. اذان کوونکي ته په ځواب وییلو ټینګار.
  2. اذان کوونکي ته له ځواب ویلو وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د درود وییلو فضیلت.
  3. په رسول الله صلی الله علیه وسلم له درود وییلو وروسته هغه ته د وسیلې پر غوښتنه ټینګار.
  4. د وسیلې د معنا بیان، د هغې لوړ شان، چې له یو بنده پرته بل چاته نه ښایي.
  5. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فضیلت بیان، چې پر دغه لوړ مقام سره ځانګړی شوی دی.
  6. چا چې له الله تعالی څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د وسیلې غوښتنه وکړه نو هغه انسان ته یې شفاعت یقیني شو.
  7. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تواضع او عاجزۍ بیان چې له خپل امت څخه یې د نوموړي مقام د لاسته راوړلو لپاره دعا وغوښته، پداسې حال کې چې هغه مقام د همده لپاره دی.
  8. د الله تعالی لوی فضل او رحمت، چې نیکي په لس چنده ده.
نور