ډلبندي: عقیده .

عن عمر رضي الله عنه قال: «بينما نحن جلوسٌ عند رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم إذ طَلَعَ علينا رجلٌ شديد بياض الثياب، شديد سَواد الشعر، لا يُرى عليه أثرُ السفر ولا يعرفه منَّا أحدٌ، حتى جلس إلى النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم ، فأسنَد ركبتيْه إلى ركبتيْه، ووضع كفَّيه على فخذيْه، وقال: يا محمد أخبرْني عن الإسلام؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : الإسلامُ أن تشهدَ أن لا إله إلا الله وأنَّ محمداً رسول الله، وتقيم الصلاة، وتُؤتيَ الزكاة، وتصومَ رمضان، وتحجَّ البيت إن استطعتَ إليه سبيلاً، قال: صدقتَ، فعَجِبْنا له يَسأله ويُصدِّقه، قال: فأخبرْني عن الإيمان؟ قال: أن تؤمنَ بالله وملائكته وكُتبه ورسُله واليوم الآخر، وتؤمن بالقدَر خيره وشرِّه، قال: صدقتَ، فأخبرْني عن الإحسان؟ قال: أن تعبدَ الله كأنَّك تراه، فإن لَم تكن تراه فإنَّه يراك، قال: فأخبرني عن الساعة؟ قال: ما المسؤول عنها بأعلمَ مِن السائل، قال: فأخبرني عن أمَاراتِها؟ قال: أنْ تلِدَ الأَمَةُ ربَّتَها، وأنْ تَرَى الحُفاةَ العُراة العَالَة رِعاءَ الشاءِ يَتَطاوَلون في البُنيان، ثمَّ انطلق فَلَبِثَ مليًّا ثم قال: يا عمر أتدري مَن السائل؟ قلتُ: الله ورسوله أعلم، قال: فإنَّه جبريلُ أتاكم يعلِّمُكم دينَكم».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له عمر - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: « پداسې حال کې چې یوه ورځ مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، ناڅاپه پر مونږ یو سړی راښکاره شو چې تکې سپینې جامې او تک تور ویښتان یې درلودل او د سفر هیڅ نښه پرې نه لیدل کیده. او زموږ څخه هیچا نه پیژانده، تر دې چې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته کېناست او خپل دواړه زنګنونه یې د هغه زنګنونو ته تکیه کړل، او خپل دواړه ورغوي یې د هغه پر ورنونو کېښودل، او ویې ویل: ای محمده! د اسلام نه مې خبر کړه، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اسلام دا دی چې: ګواهي ورکړې - د دې خبرې - چې له الله پرته پر حقه بل معبود نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی، او لمونځ ادا کړې، زکات ورکړې، روژه ونیسې، د کعبې حج وکړې که د لارې د ورتللو وس ولرې، ویې ویل: رښتیا وایې، نو مونږ ورته حیران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې - جواب - تصدیقوي، ویې ویل: نو له ایمان څخه خبر راکړه، ویې فرمایل: چې په الله، د هغه پر ملایکو، د هغه پر کتابونو، د هغه په رسولانو، د اخرت په ورځ ایمان ولرې، او د خیر او شر په تقدیر ( اندازې) ایمان ولرې، ویې ویل: ریښتیا وایې، نو له احسان څخه خبر راکړه، ویې فرمایل: چې د الله داسې عبادت وکړې لکه ته یې چې ګورې،او که دا هئت نه شې جوړولای نو بیا دا تصور جوړ کړه چې ما الله ګوري، ویې ویل: له قیامت څخه خبر راکړه، ویې فرمایل: پوښتل شوی پرې له پوښته کوونکي څخه ښه نه پوهیږي، ویې ویل: له نښانو څخه یې خبر راکړه، ویې فرمایل: چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې پښې لوڅي،بربنډ (لوڅ) فقیر شپانه وګورې چې ودانۍ به هسکوي، بیا ولاړ - تر دې چې - یو څه وخت تیر شو بیا یې وفرمایل: ای عمره ! آیا پوهیږې چې دا پوښتنه کوونکی څوک و؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: دا جبریل و، د دې لپاره راغلی و تر څو تاسو ته ستاسو دین درزده کړي».
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

جبریل - علیه السلام - پر صحابه کرامو - رضي الله عنهم - د یو پېژانده سړي په څېره کې راووت، پداسې حال کې چې دوی د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو، نو د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په وړاندې - د یو زده کوونکي، لاره پلټونکي په څېر کېناست او د اسلام په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو پدې ارکانو سره یې جواب ورکړ چې دوه ګواهۍ ( شهادتین )، پر پنځه وخته لمانځه ټینګار، اړمنو ته د زکات ورکول، په ریښتونې نیت سره د رمضان د میاشتې روژه نیول، او په توانمند د حج اداء کول په بر کې نیسي، نو هغه یې تصدیق وکړ، صحابه کرام یې له پوښتنې کولو څخه حیران شول چې په ښکاره یې د هغه پر ناپوهۍ دلالت کاوه او بیا یې بیرته - جواب - تصدیق کړ. او د ایمان په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه، نو پدې شپږ ارکانو سره یې جواب ورکړ چې دا - خبرې - په بر کې نیسي: چې الله هغه ذات دی چې خالق او رازق دی، د کمال په صفتونو یاد شوی او له نقصان څخه پاک دی، او هغه پرېښتې چې الله پیدا کړي دي، د الله عزتمن بنده ګان دي، د الله - تعالی - نافرماني نه کوي او امر یې پر ځای کوي، او د الله - تعالی - لخوا پر پيغمبرانو په نازل شوو کتابونو ایمان، او پر هغو رسولانو ایمان چې د الله - تعالی - لخوا د هغه دین خلکو ته رسوي، او دا چې انسان له مرګ نه وروسته بیا راپورته کیږي او حساب ورسره کیږي، بیا یې ورڅخه د احسان په اړه پوښتنه وکړه نو خبر یې کړ چې احسان دېته وایې چې د الله داسې عبادت وکړي چې ګوري یې، نو که چیرته یې پدې توګه د الله عبادت ونه کړ، نو د الله - تعالی - له ویرې دې د هغه عبادت وکړي، ځکه دی پوهیږي چې هغه یې ګوري او هیڅ شی ترې پټ نه پاتې کیږي، بیا یې ورته واضحه کړه چې له مخلوقاتو څخه هیڅ چاته د قیامت په اړه علم نشته، او دا چې د قیامت له نښانو څخه وینځې او د هغوی زیات اولادونه دي، او یا په لویه کچه د اولادونو لخوا د مورګانو نافرماني ده چې لکه د وینځو په څېر تعامل به ورسره کوي، او دا چې په اخره زمانه کې به د رمو پر چوپانانو او فقیرانو د د نیا دومره پراخي راشي چې د ودانیو په سینګار او دنګولو کې به یو پر بل ویاړي، دا ټولې پوښتنې او جوابونه د جبریل علیه السلام لخوا - صحابه کرامو ته - د دین د ورزده کولو په موخه وو، دلیل یې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا قول دی ( دا جبریل دی، راغلی و - تر څو - تاسو ته ستاسو دین درزده کړي".

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښو اخلاقو بیان - او دا چې هغه به له خپلو اصحابو سره کېناسته او هغوی به ده ته کېناستل، او هیڅکله به ځانته نه کېناسته او نه به یې ځان پر هغوی پورته ګاڼه.
  2. نیکانو خلکو ته د ورتلو پر مهال د ځان، لباس او مظهر پاکوالی، ځکه جبریل علیه السلام خلکو ته د ښوونکي په حیث د خپل حالت او ویناوو سره راغی.
  3. پرېښتې - علیهم السلام - کولای شي پرته له خپلو حقثقي څېرو څخه ځانونه په نورو بېلابېلو څېرو بدل کړي
  4. پر پوښتنه کوونکي مهرباني او ځانته یې نږدې کول، تر څو پرته له کومې ستونزې او ویري خپلې پوښتنې وکړی شي.
  5. له ښوونکي سره ادب، لکه څرنګه چې جبریل - علیه السلام - وکړل، چې د نبي - صلی الله علیه وسلم - مخې ته په ادب سره کېناست تر څو ورسره زده کړه وکړي.
  6. د توریې جواز د دې قول له مخې ( یا محمد ) دا د بانډه چیانو الفاظ دي، پدې سره یې خلکو ته ښودل لکه چې دی اطرافي یا بانډه چي وي، کنه نو د ښارونو خلک غوره اخلاق لري، او هیڅکله پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - ته پداسې الفاظو سره غږ نه کوي.
  7. د اسلام، ایمان او احسان تر منځ د توپیر بیانول.
  8. د ایمان په شپږګونو ارکانو ایمان پر غیبو د ایمان له جملې څخه دی.
  9. د اسلام رکنونه پنځه دي، او د ایمان اساسات شپږ دي
  10. کله چې ایمان او اسلام یو ځای ذکر شي(قران او حدیث کې) د ایمان څخه به د زړه اعمال مراد وي او د اسلام څخه په ظاهري اعمال مراد وي.
  11. د احسان د درجې د لوړوالي بیان.
  12. اصل دا دی چې پوښتنه کوونکي سره پوهه نه وي، او ناپوهي د پوښتنې کولو لامل وي.
  13. له مهم نه پر مهم پيل کول، ځکه د اسلام په تفسیر کې لومړی پیل په شهادتینو سره وشو او په الله تعالی باندې په ایمان کې د ایمان په تفسیر سره پیل وشو.
  14. د عالم لخوا د داسې پوښتنې کول چې پوښتنه کوونکی پرې پوهیږي، تر څو یې نورو اوریدونکو ته ورزده کړي.
  15. د پوښتل شوي دا وینا: ( الله اعلم ) کله چې په یو څه نه پوهیږي
  16. د قیامت علم هغه څه دي چې الله تعالی یوازې له ځان سره ساتلی.
  17. د قیامت له نښانو څخه د یو څه بیانول.
ډلبندیانې