ډلبندي: عقیده .

عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه مرفوعاً: «إن الله ليُمْلِي للظالم، فإذا أخذه لم يُفْلِتْهُ»، ثم قرأ: (وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد).
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له أبو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «الله تعالی ظالم ته مهلت ورکوي، کله یې چې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې - دا آیت ولوست - (وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد).او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې الله - عزوجل - ظالم ته مهلت ورکوي او پریږدي یې چې له ځان سره ظلم وکړي؛ تر دې چې کله یې ونیسي بیا یې نه پریږدي تر څو یې چې پوره جزا نه وي ورکړي، بیا پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - د الله -تعالی- دا قول ولوست: (وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد) او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. هوښیار -انسان- د الله له مکر څخه نه بې پروا کیږي کله چې ظلم وکړي او څه ضرر ورته ونه رسیږي، بلکه هغه پدې پوهیږي چې الله وخت ورکوي، نو خلکو ته بیرته د هغوی په حقونو ورګرځولو کې بیړه کوي.
  2. الله ظالمانو ته مهلت ورکوي تر څو ډیره ګناه وکړي، نو عذاب ورته څو چنده کړي.
  3. د حدیث او یا قرآن تر ټولو ښه تفسیر د الله او د هغه د رسول وینا ده.