عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قال: قال رَسُولُ الله صلى الله عليه وسلم:
«إِنَّ اللهَ يَغَارُ، وَإِنَّ الْمُؤْمِنَ يَغَارُ، وَغَيْرَةُ اللهِ أَنْ يَأْتِيَ الْمُؤْمِنُ مَا حَرَّمَ عَلَيْهِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2761]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2761]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله غیرت کوي، غصه کیږي او بد ګڼي، لکه څرنګه چې مؤمن انسان غیرت کوي، غصه کیږي او یو څه بد ګڼي، او دا چې د الله جل جلاله د غیرت لامل دا دی چې مؤمن انسان له ناوړه کارونو څخه هغه څه وکړي چې الله جل جلاله پرې حرام کړي وي لکه: زنا، لواطت، غلا، شراب څښل او داسې نور بد کارونه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله جل جلاله له غضب او عذاب څخه ځان ساتل کله چې د هغه له محرماتو څخه سرغړونه وشي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (56)
نور