+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّ اللهَ لَا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ، وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ». "الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې الله تعالی د خپلو بندګانو شکلونو او جسدونو ته نه ګوري چې آیا ښکلي دي که بدرنګه؟ ایا هغه لوی دي که کوچني؟ یا هغه روغ دي که ناروغه؟ او نه د هغوی مالونو ته ګوري چې ډیر دي او که لږ؟ الله جل جلاله خپل بندګان پدې نه نیسي او نه ورسره پدې شیانو حساب کوي چې دوی پکې یو له بل سره توپیر لري، مګر هغه د دوی زړونو ته ګوري او هغه څه چې د دوی په زړونو کې له تقوا، یقین، صداقت، او اخلاص څخه دي او یا له ځان ښودنې او شهرت څخه او هغه د دوی عملونو ته د سمون او فساد له نظره ګوري؛ نو ثواب او یا جزا پرې ورکوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية القيرقيزية النيبالية اليوروبا الليتوانية الدرية الصربية الصومالية الطاجيكية الكينياروندا
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د زړه اصلاح ته پاملرنه او له هره ناوړه صفت څخه یې پاکوالی.
  2. د زړه اصلاح په اخلاص سره کیږي او د عمل اصلاح د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ سره کیږي، او همدا دواړه - معیارونه - د الله تعالی په نېز د اعتبار وړ دي.
  3. انسان باید په ​​​​مال، ښایست، بدن او یا د دې نړۍ په هره ډول ښکلا مغرور نه شي.
  4. په ظاهري اصلاح له تکیه کولو څخه ځان ساتل پرته لدې چې باطن اصلاح کړي.
نور