عن أبي بكرة نفيع بن الحارث الثقفي رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إذا التَقَى المسلمانِ بسَيْفَيْهِمَا فالقاتلُ والمقْتُولُ في النَّارِ». قلت: يا رسول الله، هذا القاتلُ فما بالُ المقتولِ؟ قال: «إنه كان حريصًا على قَتْلِ صَاحِبِهِ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له ابوبکرة نفیع بن الحارث الثقفي - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « کله چې دوه مسلمانان - د جګړې په نیت - سره مخ شي او یو پر بل توري راوباسي، نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي» ما وویل: ای د الله رسوله ! دا - یو - خو قاتل دی، نو مقتول ولې؟ ویې فرمایل: "هغه لیواله و چې خپل ملګری ووژني."
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
کله چې دوه مسلمانان توره په لاس یو له بل سره مخ شي او هر یو د مقابل لوري د له منځه وړلو نیت لري، نو قاتل نیغ په نیغه د قتل په سر ته رسولو سره په اور کې دی، او مقتول د - خپل نیت په سبب چې د - ملګري په وژل کیدو یې حرص درلوده او ورته لیواله و هم په اور کې دی، که چیرته الله تعالی ورته بخښنه ونه کړي او بل دا چې جګړه په حقه نه وي، لکه چې الله تعالی فرمايي: (فإن بغت إحداهما على الأخرى فقاتلوا التي تبغي حتى تفيء إلى أمر الله) ژباړه: نو كه په دغو دواړو كې یوې -ډلې- پر بلې زیاتى (او ظلم) وكړ، نو تاسو له هغې ډلې سره وجنګېږئ، چې زیاتى كوي، تر دې چې هغه د الله حكم ته راوګرځي.