عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: "اجتنبوا السبع المُوبِقَات، قالوا: يا رسول الله، وما هُنَّ؟ قال: الشركُ بالله، والسحرُ، وقَتْلُ النفسِ التي حَرَّمَ الله إلا بالحق، وأكلُ الرِّبا، وأكلُ مالِ اليتيم، والتَّوَلّي يومَ الزَّحْفِ، وقذفُ المحصناتِ الغَافِلات المؤمنات".
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: له اوو هلاکوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ، دوی وويل: يا رسول الله هغه کوم دي؟ هغه وفرمايل: له الله سره شرک كول، جادوګري، د هغه نفس وژل چې له حق پرته یې الله وژل حرام كړي دي، سود خوړل، د يتيم مال خوړل، - په جهاد کې - د جنګ له میدان څخه شاتګ، او پر پاکو، بې خبره او مؤمنو بیبیانو د زنا تور پورې کول.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خپل امت ته له اوو تباه کوونکو جرمونو څخه په لرې کیدلو امر کوي، کله چې ورڅخه پوښتنه وشوه چې هغه کوم دي: نو بیان یې کړل چې هغه له الله تعالی سره شرک کول، په هره بڼه چې وي له هغه سره شریکان نیول، او لدې امله یې په شرک پیل وکړ ځکه چې تر ټولو ستره ګناه ده، او د هغه نفس وژنه چې الله جل جلاله یې له شرعي جواز پرته وژل حرام کړي دي، او جادوګري، او د سود خوړل د خوراک او یا په بله بڼه د ګټې اخیستلو له لارې، او د هغه ماشوم په مال باندې تیری کول چې پلار یې مړ شوی وي، او له کفارو سره د جګړې پر مهال تېښته، او پاک لمنې آزادې ښځې په زنا سره تورنول.