1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ؛ فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ، وَلَا تَحَسَّسُوا، وَلَا تَجَسَّسُوا، وَلَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَانًا».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده، او د خلکو عورتونو پسې مه ګرځئ، او جاسوسي مه کوئ، او له یوبل سره کینه مه کوئ، او یو بل ته شاه مه اړوئ، او یو پر بل مه غصه کیږئ، او ټول د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 6064

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو هغو کارونو څخه منع فرمایلې ده چي د مسلمانانو تر منځه تفرقه او دښمني رامنځته کوي، له هغو څخه:
(الظن) له دلیل پرته په زړه کې تور پورې کول، او دا یې بیان کړ چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده.
"تحسس" د سترګو یا غوږونو په واسطه د خلکو د پټو عیبونو پلټنه کول.
او (جاسوسي): چې د پټو معاملو په لټه کې وي، او اکثرا دا د بدۍ په اړه ویل کیږي.
او له حسد څخه: چې هغه د نورو لپاره د نعمت بد ګڼل دي.
او له یو بل څخه مخ اړول، نو نه سلام اچوي او نه د خپل مسلمان ورور لیدنې ته ورځي،
او له یو بل څخه کرکه کول، بد ګڼل او نفرت کول، لکه د نورو ازارول، او هغه چې تندی یې تروش نیولی وي او هغه چې په بد انداز سره خلکو سره مخ کیږي.
بیا یې یوه جامعه وینا وکړه چې د مسلمانانو خپلمنځي وضعیت پرې ښه کیږي: ( او د الله جل جلاله بندګان شئ ورونه ورونه) نو دیني ورورګلوي هغه اړیکه ده چې د خلکو تر منځه پرې اړیکې پیاوړې کیږي، او تر منځه یې مینه او محبت زیاتیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په هغه چا بد ګماني ضرر نه لري چې نښې یې پرې ښکاره شي، او مؤمن باید ځیرک او هوښیار اوسې او په بدو او فاسقو خلکو دوکه نه شي.
  2. له تهمت څخه هغه یو مراد دی چې په زړه کې ځاي نیسي او ټینګار پرې وشي، خو کوم یو چې په زړه کې راځي او ځاي نه نیسي انسان پرې نه نیول کیږي.
  3. د اسلامي ټولنې د غړو تر منځ د بې اتفاقۍ او د اړیکو پرې کولو د لاملونو ممانعت، لکه جاسوسي، حسد او داسې نور.
  4. له مسلمان سره په نصیحت او محبت کې د ورور په شان چلند کول.

د ژباړو راړول

59 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية