ډلبندي: فضایل او آداب .

عن عائشة رضي الله عنها مرفوعاً: «لا تسبوا الأموات؛ فإنهم قد أفضوا إلى ما قدموا».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له عائشې - رضي الله عنها - څخه مرفوع روایت دی: «مړو ته ښکنځل مه کوئ؛ ځکه هغوی هغه څه ته وروسېدل چې وړاندې یې لیږلې و».
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

دا حدیث مړو ته ښکنځل او د هغوی عزت پسې خبرې کول حرام کړي دي، او دا کار له ناوړه اخلاقو څخه دی، او له منعې څخه حکمت په پاتې حدیث کې بیان شوی دی، «دوی هغه څه سره مخ شول چې مخکې یې لیږلې وو، پدې معنی چې دوی هغه څه ته رسیدلي چې دوی یې د خپلو ښو یا بدو کارونو په اړه وړاندې کړي، او دا سپکاوی هغوی ته نه رسیږي، بلکه ژوندي ازاروي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث مړو ته د سپکاوي په حراموالي دلیل دی او عموميت یې دا په ګوته کوي چې که هغه مسلمان وي او یا کافر.
  2. مړو پسې له خبرو کولو هغه مستثنی دي که چیرته د هغوی د عیبونو په یادولو کې ګټه وي.
  3. له سپکو سپورو ویلو څخه د دوی د ممانعت حکمت په حدیث کې راغلی، هغه دا دی چې دوی خپلو عملو کړنو ته ورغلل، که ښې وي او یا بدې، نو ورته سپکې سپورې ویل څه ګټه نه لري، او بل دا چې ژوندي پاتې خپلوان یې پرې ځوریږي.
  4. بل دا چې انسان ته په کار ندي هغه څه ووایې چې هیڅ ګټه پکې نه وي.