عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم أيُّ الذنب أعظم؟ قال: «أن تجعل لله نِدًّا، وهو خَلَقَكَ» قلت: ثم أَيُّ؟ قال: «ثم أن تقتل ولدك خَشْيَةَ أن يأكل معك» قلت: ثم أَيُّ؟ قال: «ثم أن تُزَانِي حَلِيْلَةَ جَارِكَ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

د عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې پوښتنه وکړه چې کومه ګناه لویه ده؟ ویې فرمایل: «د اچې له الله سره شریک وګرځوې، حال دا چې هغه پیدا کړی یې» ما وویل: بیا کومه؟ ویې فرمایل: «بیا دا چې اولاد دې لدې ویرې ووژنې چې خواړه به درسره وخوري» ما وویل: بیا کومه؟ ویې فرمایل:« بیا دا چې د ګاونډي له مېرمنې سره زنا وکړې».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

صحابه و - رضي الله عنهم - د لویې ګناه په اړه پوښتنه وکړه، نو د لویې ګناه په اړه یې خبر ورکړ، چې هغه لوی شرک دی، کوم چې الله پرته له توبې څخه نه بخښي، او که چیرته شرک کوونکی په شرک کې مړ شو نو هغه به تل په اور کې وي. بیا دا چې یو سړی خپل اولاد ووژني لدې ویرې چې خوراک به ورسره وکړي، نو د نفس وژل چې الله تعالی حرام کړی دی د لویو ګناهونو دویمه مرتبه ده، او ګناه لا پسې نوره هم زیاتیږي او سزا څو چنده کیږي کله چې وژل شوی د قاتل خپلوان وي، او بیا نوره پسې هم زیاتیږي کله چې موخه د مقتول محرومول وي له هغه رزق څخه چې الله ورته د قاتل په لاس جاري کړی و. بیا دا چې یو سړی د خپل ګاونډي د ښځې سره زنا وکړي، نو زنا د لویو ګناهونو دریمه مرتبه ده، او هغه مهال ګناه لاپسې زیاتیږي کله چې زانیه د هغه ګاونډي ښځه وي د چا سره په نیکۍ او ښې ملګرتیا چې شریعت امر کړی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په لوی والي کې یو له بل سره د ګناهونو توپير، لکه څرنګه چې نیک عملونه سره په فضیلت کې توپیر لري.
  2. حدیث پر دې دلالت کوي چې تر ټولو لویه ګناه: الله تعالی سره شرک دی، بیا د نفس وژل دي چې الله یې وژل له حق نه پرته حرام کړي دي، بیا زنا.
نور