د احادیثو لړلیک

اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښیم: الله په ياد لره، هغه به دې ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه
عربي الإنجليزية الأوردية
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې
عربي الإنجليزية الأوردية
هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
د قیامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب هغه چاته ورکول کیږي چې د الله جل جلاله مخلوقات انځوروي
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟
عربي الإنجليزية الأوردية