عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ الجُهَنِيِّ رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ:
صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَاةَ الصُّبْحِ بِالْحُدَيْبِيَةِ عَلَى إِثْرِ سَمَاءٍ كَانَتْ مِنَ اللَّيْلَةِ، فَلَمَّا انْصَرَفَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ؟» قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «أَصْبَحَ مِنْ عِبَادِي مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ، فَأَمَّا مَنْ قَالَ: مُطِرْنَا بِفَضْلِ اللهِ وَرَحْمَتِهِ، فَذَلِكَ مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ بِالْكَوْكَبِ، وَأَمَّا مَنْ قَالَ: بِنَوْءِ كَذَا وَكَذَا، فَذَلِكَ كَافِرٌ بِي وَمُؤْمِنٌ بِالْكَوْكَبِ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له زید بن خالد الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمایلي دي:
صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَاةَ الصُّبْحِ بِالْحُدَيْبِيَةِ عَلَى إِثْرِ سَمَاءٍ كَانَتْ مِنَ اللَّيْلَةِ، فَلَمَّا انْصَرَفَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ؟» قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «أَصْبَحَ مِنْ عِبَادِي مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ، فَأَمَّا مَنْ قَالَ: مُطِرْنَا بِفَضْلِ اللهِ وَرَحْمَتِهِ، فَذَلِكَ مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ بِالْكَوْكَبِ، وَأَمَّا مَنْ قَالَ: بِنَوْءِ كَذَا وَكَذَا، فَذَلِكَ كَافِرٌ بِي وَمُؤْمِنٌ بِالْكَوْكَبِ». پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته په حدیبیه کې د سهار لمونځ راکړ پداسې حال کې چې د شپې باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه، خلکو ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: « آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي ، نو هغه چا چې وویل: د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما ایمان لرونکی او په ستورو کفر کوونکی دی او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو، نو دا پر ما کافر او په ستورو ایمان لرونکی دی».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ په حدیبې کې وکړ – چې مکې ته نږدې یو کلی – دی، پداسې حال کې چې په هغه شپه باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه او لمونځ یې پای ته ورساوه، خلکو ته یې مخ وروګرځاوه او ویې ویل: آیا تاسو پوهیږئ چې ستاسو رب العزت څه ویلي؟ نو هغوی ځواب ورکړ چې: الله او رسول یې ښه پوهیږي، نو ویې فرمايل: الله جل جلاله خلکو ته څرګنده کړه چې د باران پر مهال خلک په دوو ډلو ويشل کيږي: يوه ډله هغه ده چې په الله ايمان لري او بله یې هغه ده چې په الله تعالى یې کفر کړی دی. نو هغه چا چې وویل: پر مونږ د الله په فضل او رحمت سره باران واورید او د باران ورولو نسبت یې الله تعالی ته وکړ، نو هغه په الله؛ خالق ذات چې د کائناتو په چارو کې تصرف کوونکی دی ایمان لرونکی او په ستورو کافر دی. او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - په راښکاره کېدو - سره پر مونږ باران وشو؛ نو دی په الله تعالی کفر کوونکی او په ستورو ایمان لرونکی دی او دا کو چنی کفر دی ځکه چې د باران د ورولو نسبت یې ستوري ته وکړ؛ حال دا چې الله تعالی ستوري د باران ورولو لپاره شرعي او تقدیري سبب ندی ګرځولی، او چا چې د باران ورولو او داسې نورو ځمکنیو حوادثو او د ستورو د خوځښتونو؛ راختلو او لوېدلو نسبت همدې شیانو ته وکړ، پدې باور چې - د دې - کارونو حقیقي تر سره کوونکي همدا څيزونه دي، نو دې انسان لوی کفر کړی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د باران له ورېدو وروسته د دې وینا ویل مستحب دي چې ( ووایي ): د الله په فضل او رحمت پر مونږ باران اورېدلی دی.
  2. څوک چې د باران ورښت او نورو نعمتونو د پیدایښت او رامنځته کولو نسبت ستوري ته وکړي نو دی په لوی کفر سره کافر دی، او که چېرته یې لدې امله دې شیانو ته نسبت وکړ چې دا یې سبب دی، نو دی په کوچني کفر سره کافر شوی دی، ځکه چې - ستوری - یې نه شرعي سبب دی او نه حسي.
  3. یو نعمت هغه مهال د کفر لامل ګرځي کله یې چې ناشکري وشي او هغه مهال د ایمان لامل ګرځي کله چې پرې شکر ووېستل شي.
  4. د دې وینا ممانعت چې وویل شي "د فلاني ستوري - د راښکاره کېدو - له امله پر مونږ باران وشو" که څه هم د چا موخه ورڅخه وخت وي، تر څو د شرک مخنیوی وشي.
  5. دا فرض دي چې د نعمتونو د ترلاسه کولو او مصیبتونو د دفع کولو په اړه زړه د الله تعالی سره تعلق ولري. ( یعنې دا باور باید شتون ولري چې دا ټول کارونه الله تعالی کوي).
نور