عن عمران بن حصين رضي الله عنه وابن عباس رضي الله عنهما مرفوعاً: «ليس منا من تَطَيَّر أو تُطُيِّر له، أو تَكَهَّن أو تُكِهِّن له، أو سحَر أو سُحِر له؛ ومن أتى كاهنا فصدَّقه بما يقول؛ فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم ».
[صحيح] - [رواه البزار عن عمران بن حصين -رضي الله عنهما-. ورواه الطبراني في الأوسط عن ابن عباس -رضي الله عنهما]
المزيــد ...

له عمران بن حصین - رضي الله عنه - او ابن عباس رضي الله عنهما - څخه مرفوع روایت دی: « هغه څوک زمونږ څخه ندی چې بد فال ونیسي او یا ورته بد فال ونیول شي، او یا کوډي وکړي او یا ورته کوډې وکړی شي، او یا جادو وکړي او یا ورته جادو وکړی شي؛ او څوک چې کوډګر ته ولاړ او په هغه څه کې یې ريښتونی وګاڼه چې هغه یې وایې؛ نو خامخا کافر شو په هغه څه چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي».
صحيح - بزار روايت کړی دی

تشریح

پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - فرمایي: دا یو سخت اخطار دی او دا په ډاګه کوي چې دا ګناه له لویو ګناهونو څخه ده، دا د هغه چا لپاره د ګواښ او ملامتۍ په توګه کارول کیږي چې یا په خپله بد فال نیسي، کوډې او یا جادو کوي، او یا ورته بل څوک دا کارونه تر سره کوي، ځکه پدې کې په غیبو د پوهېدو ادعا ده هغه څه چې یوازې د الله پورې ځانګړي دي، او پدې کې د عقیدو او عقلونو فساد دی، څوک چې لدې کارونو څخه د یو تر سره کوونکی ریښتونی وګڼي نو په هغه الهي وحې باندې کافر شو چې دا د جاهلیت کارونه باطلوي او عقلونه ورڅخه ژغوري، او د دې کارونو سره هغه هم تړلي دي چې ځینې خلک یې کوي لکه د ورغوې - د کرښو - لوستل او یا پیاله کې لیدل ، او یا د انسان نیکمرغۍ، بد مرغۍ او برخې ته د - ستورو د برجونو - سره تړاو ورکول( د علم نجوم په ذریعه) او داسې نور. دوه امامانو هر یو؛ البغوی او ابن تیمیه د غیب ویونکي، کوډګر، او د ستورو د شمېر له مخې غیب ویونکي په اړه داسې وضاحت ورکړی چې، هر څوک له غیبو څخه په څه شي د پوهېدو دعوه وکړي نو دا خو یا د کاهن د نوم لاندې راځي او یا ورسره په معنوي لحاظ شریک دی او د دوی له جملې څخه دی، او کاهن : هغه چاته وییل کیږي چې په راتلونکي کې د یو څه په اړه خبر ورکوي او د هغو شیطانانو څخه اخیستنه کوي چې په غلا سره ـ ملایکو- ته غوږ نیسي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په غیبو د پوهېدلو د ادعا کولو ممانعت؛ ځکه چې دا د توحید ضد عمل دی.
  2. له غیب ویلو او یا بل څه سره د دې کارونو د تر سره کوونکي د ریښتیا ګڼلو حراموالی؛ ځکه چې دا کفر دی.
  3. د کاهنانو او داسې نورو د انکار اړتیا، او له هغوی او د هغوی له علومو څخه د لرې پاتې کیدو اړتیا.
  4. د هغه څه پیروي کول واجب دي چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي او د هغه څه پرېښودل چې مخالف یې وي.
  5. د فالبینۍ، جادو او غیب ویلو حراموالی.
  6. د دې درې واړو کارونو د تر سره کولو د غوښتنې ممانعت.
  7. قرآن کریم نازل شوی دی او مخلوق ندی.
نور