عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«لاَ يَقُلْ أَحَدُكُمْ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي إِنْ شِئْتَ، ارْحَمْنِي إِنْ شِئْتَ، ارْزُقْنِي إِنْ شِئْتَ، وَليَعْزِمْ مَسْأَلَتَهُ، إِنَّهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ، لاَ مُكْرِهَ لَهُ».
ولمسلم: «وَلَكِنْ لِيَعْزِمِ الْمَسْأَلَةَ وَلْيُعَظِّمِ الرَّغْبَةَ، فَإِنَّ اللهَ لَا يَتَعَاظَمُهُ شَيْءٌ أَعْطَاهُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 7477]
المزيــد ...
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: اې الله! که خوښه دې وي نو بخښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه وکړي، ځکه الله تعالی هغه څه کوي چې هغه یې غواړي، هېڅوک یې مجبورولی نشي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 7477]
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې ده چې دعا ته له څه شي سره تړاو ورکړل شي، که څه هم د "الله تعالی مشیئت وي؛ ځکه جوته ده چې الله پاک بخښنه نه کوي مګر چاته چې وغواړي، نو د مشیئت شرط اېښودل هېڅ معنا نه لري، ځکه دا شرط یواځې له هغه چا سره اېښودل کېږي چې له خوښې پرته پرې په مجبورۍ سره یو کار تر سره کېږي یعنې هغه یې نه غواړي، حال دا چې الله تعالی له دې او هر ډول نېمګړتیاوو څخه پاک دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په پای کې جوته کړې ده چې هېڅوک الله تعالی مجبورولی نه شي، همدارنګه، الله ته د هېڅ شي کول سخت ندي، ځکه هغه ناتوان نه دی، چې ورته ووایو: "که غواړې چې فلانی شی راکړې نو رایې کړه. ځکه د مشیئت یادونه داسې ښکاري لکه د الله تعالی له بخښنې څخه ځان مړه خوا ښودل لکه چې اړتیا ورته نه وي، نو د ویونکي دا وینا چې وایي: که غواړې نو رایې کړه؛ هغه مهال کارول کېږي چې یا خو هغه کس نه بې نیازه یې، او یا خو هغه ناتوانه وي، خو څوک چې قادر وي او اړتیا ورته وي، نو هغه ته خپل حاجت لوی ښودل کېږي او د یو بې وزله انسان په توګه ترې سوال کېږي، او هغه ته پناه وړي، ځکه هغه غني (بې نیازه)، کامل، او پر هر څه قادر ذات دی.