عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لاَ تَسُبُّوا الرِّيحَ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ مَا تَكْرَهُونَ فَقُولُوا: اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ».
[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 2252]
المزيــد ...
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«باد مه ښکنځئ (لعنت پرې مه وایئ)، نو کله چې داسې څه ووینئ چې نهمو خوښېږي، دا دعا ووایئ:
اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ هَذِهِ الرِّيحِ وَخَيْرِ مَا فِيهَا وَخَيْرِ مَا أُمِرَتْ بِهِ، وَنَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِهِ الرِّيحِ وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُمِرَتْ بِهِ».
"اې الله! موږ ستا نه د دې باد خېر غواړو او هغه څه چې پکې دي، او د هغه څه خېر چې دې باد ته یې امر شوی، او پر تا د دې باد له شر څخه پناه غواړو او د هغه څه له شر نه چې پکې دی او له هغه شر نه چې دې باد ته یې امر شوی دی".
[صحيح] - [ترمذی روایت کړی دی] - [سنن ترمذی - 2252]
نبي صلی الله علیه وسلم د باد له ښکنځلو یا پرې لعنت ویلو څخه منع کړې ده، ځکه هغه ته د خپل خالق له لوري سپارښتنه شوې ده؛ کله د رحمت لپاره راځي، او کله د عذاب لپاره، نو ښکنځل یې د خالق - تعالی - شکنځل او د هغه د تقدیر او فیصلې پر ضد ناخوښي ده. بیا نبي صلی الله علیه وسلم لارښوونه وکړه چې انسان باید الله تعالی ته رجوع وکړي، له هغه څخه د دې باد خېر وغواړي، او هغه خېر ترې هم وغواړي چې پدې باد کې دی، او د هغه څه خېر هم چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: باران ورول، (د بوټو تر منځ القاح) او نور داسې نورې ګټې. همداراز له الله تعالی څخه د دې له شر نه پناه غوښتل او د هغه څه له شر نه چې پکې دی، او د هغه څه له شر نه چې دې باد ته یې سپارښتنه شوې ده لکه: د نباتاتو، ونو، مالدارۍ له منځه تلل، د ودانیو ړنګېدل، او داسې نور زیانونه، او په دې کې الله تعالی ته د بندګۍ د حقیقت څرګندېدل دي..