عن أنس وأبي هريرة رضي الله عنهما مرفوعاً: «لا يُؤْمِنُ أحدُكم حتى أَكُونَ أَحَبَّ إليه مِن وَلَدِه، ووالِدِه، والناس أجمعين».
[صحيح] - [حديث أنس -رضي الله عنه-: متفق عليه. حديث أبي هريرة -رضي الله عنه-: رواه البخاري]
المزيــد ...

له أنس او أبو هریرة - رضي الله عنهما - څخه مرفوع روایت دی: « له تاسو څخه هیڅوک تر هغه وخته پوره مؤمن کیدلای نشي تر څو چې زه ورته د هغه له زوی، پلار او ټولو خلکو څخه ګران نه شم».
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

پدې حدیث کې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته خبر راکوي چې تر هغه پورې د مسلمان ایمان پوره کیدلی نه شي، او نه هغه ایمان لاسته راوړلی شي چې په هغه سره جنت ته پرته له عذاب څخه داخل شي، تر څو چې د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره مینې ته د خپل زوی، پلار او ټولو خلکو په مینه لومړیتوب ورنکړي، دا ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه د الله تعالی سره د محبت معنا لري؛ ځکه چې رسول د هغه له طرفه بلونکی، او د هغه دین ته لارښوونکی دی، او د الله او د هغه د رسول محبت نه صحیح کیږي مګر د شریعت د اوامرو په پرځای کولو او له نواهیو څخه په ډډې کولو، نه د ترانو په ویلو، او د محفلونو په جوړولو او اواز ویلو سره.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د مينې وجوب او د هر مخلوق په مينې ورته لومړيتوب ورکول.
  2. عملونه له ایمان څخه دي؛ ځکه چې محبت د رړه عمل دی، او له هغه چا څخه ایمان نفي شوی دی چې له یادو اشخاصو سره محبت یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډیر وي.
  3. د ایمان نفي کول له اسلام څخه د وتلو معنا نه لري.
  4. د ریښتونې ایمان نخښې یې خامخا پر خاوند ښکاره کیږي.
  5. د رسول الله صلى الله عليه وسلم مينې ته د خپل ځان، اولاد، پلار او ټولو انسانانو په مينه لومړيتوب ورکول واجب دي.
  6. د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ځان او مال قربانول، ځکه پر تا واجب دي چې د هغه سره مینه کولو ته د خپل ځان او مال سره مینې کولو ته لومړیتوب ورکړې
  7. پر انسان واجب دي چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د سنتو ملاتړ وکړي، او پدې لار کې ځان، مال او ټول ځواک وکاروي، ځکه دا د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - سره بشپړه مینه ده، لدې امله ځینې علماو د الله -تعالی- د دې قول په اړه فرمایي : {إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ} بېشكه ستا دښمن هم هغه بې بنیاده (او لاولده) دى. شانئک: یعنې هغه څوک چې تا سره کینه کوي، هغوی وویل: همدا رنګه څوک چې د هغه له شریعت سره کینه کوي، نو هغه انسان بې بنیاده او پرې شوی دی؛ هیڅ خیر پکې نشته.
  8. د مهربانۍ، عزت او تعظیم له مخې د یو چا سره د محبت کولو جواز، دلیل یې دا قول دی: «أحب إليه من وَلَدِه ووالده ...» د خپل اولاد او پلار څخه زیات محبوب.... نو د محبت اصل یې ثابت کړ، او دا یوه طبیعي چاره ده چې هیڅوک ترې انکار نه کوي.
  9. د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وینا ته د ټولو خلکو پر ویناوو لومړیتوب ورکول واجب دي: ځکه دا اړینه ده چې څوک له نورو زیات محبوب وي، نو د هغه وینا ته باید د نورو خلکو پر ویناوو لومړیتوب ورکړل شي، آن د خپل ځان پر وینا دې هم.