En Ar


د نبوي حدیثونو او د هغو د ژباړو د دائرة المعارف پروژه:

د اسلامي محتوا کې د تکراري نبوي احادیثو انتخاب او په ساده او بشپړ ډول تشریح کول، بیا یې په لوړ کیفیت سره د دقیقو کړنو له مخې ژوندیو ژبو ته ژباړل، او په ټولو موجودو وسیلو کې یې وړیا وړاندې کولو لپاره بشپړه پروژه..

موخې:

  1. د نبوي حدیثونو د ژباړو لپاره د یوې ډاډمنې پرمختللي نړیوالې وړیا مرجع رامنځ ته کول..
  2. ژباړونکو لپاره د ژباړې پر مهال د حدیثونو د ژباړو بریښنایي حافظه رامنځته کول.
  3. په نښه شوو خلکو ته د ګڼو شته وسائلو له لارې ژباړې رسول.

د دائرة المعارف له ځانګړنو څخه:

  1. جامعیت.
  2. وړیا.
  3. ګڼې ژباړې.
  4. دوامداره وده.
  5. مهارت.

د جوړونې او پرمختګ پړاوونه:

  1. په عربي ژبه د دائرة المعارف جوړونه.
  2. ژبو ته د دائرة المعارف ژباړل.
  3. دايرة المعارف ته لاسرسی او برېښنايي خپرونو لپاره.
  4. د دائرة المعارف دوامداره وده او د هغې ژباړې.