عن عمر بن الخطاب رضي الله عنه مرفوعاً: «إنما الأعمال بِالنيَّات، وإنما لكل امرئ ما نوى، فمن كانت هجرتُه إلى الله ورسوله فهجرتُه إلى الله ورسوله، ومن كانت هجرتُه لدنيا يصيبها أو امرأةٍ ينكِحها فهجرته إلى ما هاجر إليه».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له عمر بن الخطاب - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: عملونو صحت په نیت سره دي، او هر سړي ته هغه څه دي چې د هغه نیت یې کړی وي، نو د چا هجرت چې د الله او د هغه د رسول لپاره وي، د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او د چا هجرت چې د دنیا د لاسته راوړلو او یا د ښځې سره د نکاح کولو لپاره وي، نو هجرت یې د هغه څه لپاره دی چې د هغه لپاره یې هجرت کړی وي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
دا یو عظیم الشان حدیث دی، او ځینو علماوو د اسلام دریمه برخه ګڼلې دی؛ چې مؤمن ته د هغه د نیت او د نیت د اصلاح سره سم اجر ورکول کیږي، نو د چا عملونه چې خالص د الله لپاره وي هغه منل کیږي اګر که لږ هم وي پدې شرط چې د سنت موافق وي، او د چا عملونه چې خلکو ته د ځان ښودنې لپاره وي او الله ته خالص نه وي نو هغه به رد شي که څه هم لوی او ډیر وي. او هر عمل چې د الله تعالی له خوښۍ پرته پرې بل څه غوښتل کیږي، برابره ده که دا غوښتل شوی شی، ښځه وي، یا مال، او یا منصب او یا له دنیوي چارو څخه داسې نور څه، نو بیرته یې پر خاوند رد کیږي، الله به یې ترې قبول نه کړي، ځکه چې د نیک عمل د قبلیدو لپاره دوه شرطونه دي: یو دا چې عمل خالص د الله لپاره وي، او بل دا چې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم د لارښوونې سره سم وي.