+ -

عَنْ أَبي مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلاَمِ النُّبُوَّةِ الأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6120]
المزيــد ...

له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلاَمِ النُّبُوَّةِ الأُولَى: إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ». "یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه".

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 6120]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه څه چې له پخوانیو پېغمبرانو څخه یې په اړه خلکو ته وصیت راپاتې دی او د خلکو تر منځ اوړي را اوړي او پیړۍ پر پیړۍ یې یو بل ته په میراث پریښی، تر دې چې د دې امت سر ته راورسید دا دی چې، هغه څه ته وګوره چې غواړې ویې کړې، که چیرته داسې یو کار و چې کول یې شرم نه و، نو ویې کړه، او که داسې و چې کول یې شرم و نو پرې یې ږده؛ ځکه چې له بدو کارونو څخه یوازې حیا منع کول کوي، او څوک چې حیا و نه لري، نو په هر بد او ناوړه کار کې ښکیل کیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. حیا د ښو اخلاقو اصل دی.
  2. حیا د انبیاوو علیهم السلام له ځانګړنو څخه ده او دا له هغوی څخه راپاتې ده.
  3. حیاء هغه څه دي چې یو مسلمان انسان د ښه او ښایسته عمل کولو ته اړباسي او له هغه څه نه یې منع کوي چې ګنده او سپک وي.
  4. نووي فرمایلي: پدې (حدیث) کې امر د اباحت لپاره دی، یعنې دا چې کله دې یو کار کول وغوښتل، نو که چېرته داسې یو عمل و چې په کولو کې یې له الله تعالی او خلکو څخه شرم نه و، نو ویې کړه، کنه مه یې کوه، او په همدې د اسلام دارومدار دی، د دې خبرې تشریح دا ده چې واجب او سنت عملونه هغه دي چې په پرېښودلو یې انسان ته حیا ودرېږي، او ناروا حرام او مکروه عملونه دي چې په کولو یې انسان ته حیا ودرېږي، او کوم چې مباح عملونه دي نو له ترسره کولو یې هم حیاء کول جایز دي، او همدا رنګه له پرېښودلو یې، نو دا حدیث پنځه حکمونه په بر کې نیسي. او داسې هم ویل شوي چې دا امر د ګواښ لپاره دی، او معنا یې دا ده چې: کله درڅخه حیاء ولاړه نو څه چې غواړې بیا یې وکړه؛ خامخا به دې الله تعالی پرې مجازات کړي، او داسې هم ویل شوي چې دا امر د خبر په معنا دی یعنې: څوک چې حیاء نه لري هر څه چې غواړي هغه کوي.
نور