عن أبي هريرة رضي الله عنه:
أَنَّ رَجُلًا قَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَوْصِنِي، قَالَ: «لَا تَغْضَبْ» فَرَدَّدَ مِرَارًا قَالَ: «لَا تَغْضَبْ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6116]
المزيــد ...

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې وصیت راته وکړه، هغه وفرمایل: « مه غوسه کېږه » هغه څو ځله تکرار کړه، ویې فرمایل: "مه غوسه کېږه".

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 6116]

تشریح

یو صحابي - رضی الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې هغه ته د داسې یو څه لارښوونه وکړي چې ګټه ورته رسوي، نو هغه ته یې امر وکړ چې غصه مه کوه، یعنې له هغو اسبابو څخه ځان وساته چې د غصې لامل ګرځي، او دا چې د غوصې پر مهال ځان کنټرول کړي، او په وژلو، وهلو، سپکاوي او داسې نورو سره دې خپل قهر ته دوام نه ورکوي.
سړي په تکراري ډول د وصیت غوښتنه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په وصیت کې له "غصه مه کوه". څخه څه اضافه نه کړل".

د حديث له ګټو څخه

  1. د غصې او لاملونو په اړه یې خبرداری، ځکه چې دا د بدیو ټولګه ده، او ورڅخه ډډه کول د نیکیو ټولګه ده.
  2. د الله لپاره غصه کول ستایل شوې غصه ده لکه د الله تعالی د موانعو تر پښو لاندې کولو له امله غصه کول.
  3. د اړتیا پر مهال د خبرې تکرار تر دې چې اورېدونکی پرې پوه شي او په اهمیت یې پوه شي.
  4. له عالم څخه د وصیت غوښتلو فضیلت.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (64)
نور