د احادیثو لړلیک

په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه الله تعالی په هر شي کې احسان (نیکي) فرض کړې ده
عربي الإنجليزية الأوردية
یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه
عربي الإنجليزية الأوردية
نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي
عربي الإنجليزية الأوردية
د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه
عربي الإنجليزية الأوردية
په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده
عربي الإنجليزية الأوردية
مه غوسه کېږه
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې له مهربانۍ کولو بې برخې شو؛ نو ګوا کې له (هر ډول) خیر څخه محروم شو
عربي الإنجليزية الأوردية
له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې
عربي الإنجليزية الأوردية
پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق
عربي الإنجليزية الأوردية
حیا له ایمان څخه ده
عربي الإنجليزية الأوردية
رښتيا وایئ؛ ځکه رښتیا ويل نېکیو ته لارښونه کوي او یقینا چې نېکي جنت ته لارښونه کوي،
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
عربي الإنجليزية الأوردية
الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي
عربي الإنجليزية الأوردية
په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري
عربي الإنجليزية الأوردية
(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ
عربي الإنجليزية الأوردية
په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
الْبِرُّ حُسْنُ الْخُلُقِ، وَالْإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه دي چې ستا په زړه کې ټکه پیدا کړي او بد ګڼې چې خلک پرې خبر شي
عربي الإنجليزية الأوردية
یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه
عربي الإنجليزية الأوردية
په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي
عربي الإنجليزية الأوردية
مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
هر چا ته چې د دغو لوڼو پالنه ورپه غاړه شوه، نو نېک چلند يې ورسره وکړو، د اور له عذاب څخه به یې د ساتنې سبب وګرځي
عربي الإنجليزية الأوردية
او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې عائشې! الله تعالی مهربان دی او نرمي خوښوي، او پر نرمۍ هغه څه ورکوي چې پر سختۍ او نورو شیانو یې نه ورکوي
عربي الإنجليزية الأوردية
په تا کې دوه ځانګړي خویونه دي چې الله یې خوښوي: (د غصې پر مهال ځان کابو کول حال دا چې کولی شي اقدام وکړې چې دې ته)(حِلم) (وایي، او بل صفت دا چې په پرېکړې کولو کې بیړه نه کوې، بلکې له تفکر څخه کار اخلې چې دې ته (الأناة) وایي
عربي الإنجليزية الأوردية
هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري
عربي الإنجليزية الإندونيسية
یو بل سره کینه مه کوئ، یو پر بل قیمت مه لوړوئ په داسې حال کې چې توکي اخېستونکي نه یاست، له یو بل سره کینه مه کوئ، یو بل ته شا مه اړوئ، او کله چې یو څوک اخیستل کوي نو د هغه د بېعې د پاسه تاسو بیعه مه کوئ (تر دې چې هغه سره یې خبره خلاصه شوې نه وي)، او یو بل سره د الله بندګان؛ وروڼه وروڼه شئ
عربي الإنجليزية الأوردية
(بې‌شکه له تاسو څخه تر ټولو خوښ او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې غوره اخلاق ولري
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده
عربي الإنجليزية الأوردية
زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم
عربي الإنجليزية الأوردية