عن عائشة رضي الله عنها قالت: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«إنَّ المُؤْمِنَ ليُدرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ القَائِمِ».

[صحيح بشواهده] - [رواه أبو داود وأحمد] - [سنن أبي داود: 4798]
المزيــد ...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي".

[د شواهدو په اعتبار صحيح دی] - [ابو داود او احمد روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 4798]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې: ښه اخلاق یې خاوند د هغه چا درجې ته رسوي چې په دوامداره توګه د ورځې روژې نیسي او د شپې تهجد کوي او ښه اخلاق په: نیکۍ کولو، ښایسته خبرو، ورین مخ، له نورو څخه په ضرر لرې کولو او له ځان څخه د نورو په ضرر لرې کولو کې رانغاړل شوي دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د اسلام عظمت او لویي چې د اخلاقو بشپړتیا او تکامل ته پاملرنه کوي.
  2. د ښو اخلاقو فضیلت، تر دې چې بنده د پرلپسې روژه نیوونکي او هغه تهجد کوونکي درجې ته رسوي چې نه ستړی کیږي.
  3. د ورځې روژه او د شپې تهجد کول هغه دوه ستر عملونه دي چې تر سره کول یې په نفس سخت تمامیږي، نو د ښو اخلاقو خاوند دې درجې ته ځکه رسېدلی چې د خپل ځان په وړاندې په غوره اخلاقو سره مبارزه کوي .
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)
نور