عن أنس بن مالك رضي الله عنه مرفوعاً: «إن الله ليرضى عن العبد أن يأكل الأكلة، فيحمده عليها، أو يشرب الشَّربة، فيحمده عليها».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له أنس بن مالک - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: « الله تعالی له بنده څخه راضي کیږي چې یوه مړۍ وخوري یا یو غړپ اوبه وڅښکي او د هغه شکر پرې ادا کړي».
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

په خوراک او څښاک د الله تعالی شکر ادا کول د الله - تعالی - د خوښۍ سبب ګرځي، ځکه هغه پاک ذات یوازې د دې رزق لوروونکی دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. الله - تعالی - ته د رضایت د صفت ثبوت.
  2. کله داسې هم کیږي چې د الله - تعالی - رضایت په معمولي شي سره تر لاسه کیږي، لکه له خوراک او څښاک نه وروسته د الله تعالی حمد او ثنا ادا کول.
  3. د الله تعالی شکر ته هڅول، او دا د الله جل جلاله د خوښۍ سبب ګرځي، او دا چې شکر ویستل د خلاصون او قبلیدو لار ده.
  4. د خوراک او څښاک له آدابو څخه د یو ادب بیان.
  5. د الله جل جلاله د سخاوت وضاحت، هغه پر تا د رزق لورینه کړې او ستا څخه په شکر ویستلو راضي کیږي.
  6. سنت د الحمد لله په ویلو سره ادا کیږي.