عن عائشة رضي الله عنها زوج النبي صلى الله عليه وسلم عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«إِنَّ الرِّفْقَ لَا يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلَّا زَانَهُ، وَلَا يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا شَانَهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2594]
المزيــد ...

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن عائشې رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2594]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په وینا او عمل کې مهرباني، نرمي، او مهلت ورکول، چارې ښایسته کوي، بشپړتیا او ښکلا وربخښي، او نږدې ده چې خاوند یې خپله اړتیا پوره کړي.
د مهربانۍ نشتوالی شیان عیبجنوي او بدرنګوي یې، او خاوند یې لدې منع کوي چې خپل حاجت پوره کړي، او که چېرته یې پوره هم کړي نو په ډېرې سختۍ سره به وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په ځان کې د نرمۍ صفت پيدا کولو ته هڅول.
  2. نرمي انسان ښایسته کوي، او په دیني او دنیوي چارو کې د خیر سبب دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)
نور