+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ، وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ، فَسَدِّدُوا وَقَارِبُوا، وَأَبْشِرُوا، وَاسْتَعِينُوا بِالْغَدْوَةِ وَالرَّوْحَةِ وَشَيْءٍ مِنَ الدُّلْجَةِ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 39]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ، وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ، فَسَدِّدُوا وَقَارِبُوا، وَأَبْشِرُوا، وَاسْتَعِينُوا بِالْغَدْوَةِ وَالرَّوْحَةِ وَشَيْءٍ مِنَ الدُّلْجَةِ». "بېشکه دین اسان دی او هېڅوک دا دین نه سختوي مګر دا چې دین به پرې برلاسی شي، نو منځلاري اوسئ (له افراط او تفریط نه ځان وساتئ) او که عمل مو پوره نه شو ادا کولی نو پوره والي ته یې ورنږدې کړئ، او (خلکو ته) زیری ورکړئ، او په سهار او ماسپښین او د شپې په یوې برخې سره مرسته وغواړئ (پدې دریو وختونو کې عبادت وکړئ)".

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 39]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د اسلام دین په ټولو چارو کې د آسانتیا او سهولت پر بنسټ ولاړ دی او د ناتوانۍ او اړتیا پر مهال پکې پر آسانۍ ډېر تاکید کیږي، او ځکه چې په دیني چارو کې د ژور تللو او له مهربانۍ څخه د کار نه اخېستلو سزا ناتواني او د نوموړي عمل مکمله او یا یوه برخه پرېښودل دي. .. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبالغې پرته پر منځمهالتوب ټېنګار وکړ؛ نو بنده به په هغه څه کې نېمګړتیا نه کوي چې امر ورته پرې شوی دی او هغه کار به نه کوي چې وس یې نه لري، که چېرته لدې عاجز و چې ټول عمل په بشپړه توګه تر سره کړي؛ نو بشپړتیا ته دې ورنږدې کړي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د بشپړ عمل څخه د ناتوانه انسان لپاره پر دوامداره عمل که څه هم لږ وي د ډیر ثواب زیری ورکړی دی؛ ځکه چې ناتواني د هغه کړنه نده، نو ځکه یې له امله اجر نه کمیږي.
او څرنګه چې دا نړۍ په حقیقت کې د سفر او اخروي ژوند ته د لیږد ځای دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې د دوامداره عبادت لپاره دې پدې دریو وختونو هڅه وشي چې د عبادت لپاره ډېر فعال وختونه دي.
لومړی: سهار: د ورځې په پیل کې په مزل کولو سره؛ د سهار د لمانځه او لمر راختلو تر منځ.
دویم: الروحة: له غرمې وروسته په وخت تېرولو سره.
دریم: الدُّلْجة: د شپې د یوې برخې او یا ټولې شپې په تېرولو سره، او ځکه چې د شپې کار کول د ورځې له کار څخه سخت وي، نو د کار په یوې برخې یې امر وکړ او ویې فرمایل چې: الدلجه: یعنې د شپې یوه برخه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د اسلامي شريعت آسانتيا او زغم او د افراط او تفریط تر منځ يې منځمهالي.
  2. بنده باید د خپلې وسې سره سم اوامر پر ځای کړي، پرته له ې پروایۍ او یا سختۍ څخه.
  3. بنده باید د عبادت لپاره غوره وختونه وټاکي چې دی پکې ښه انرژي ولري، او دا درې وختونه د نورو په پرتله غوره دي چې بدن پکې عبادت کولو ته ښه چمتو وي.
  4. ابن حجر عسقلاني رحمه الله فرمايلي: لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې یو ټاکلي ځای ته سفر کوونکي ته خطاب کوي چې دا درې وختونه د مسافر لپاره تر ټولو فعال وختونه دي، نو د هغه پاملرنه یې داسې وختونو ته راواړوله چې دی پکې ښه فعال وي؛ او ځکه چې مسافر کله ټوله شپه او ورځ سفر وکړي نو بې وسه کیږي او له حرکت نه لوېږي، خو که دا فعال وختونه یې د سفر لپاره وټاکل، له سختۍ پرته به د دوامداره سفر کولو وړتیا به ومومي.
  5. ابن حجر وايي: په دې حديث کې د شرعي رخصت کارونې ته اشاره ده، ځکه د رخصت پر مهال له رخصت څخه ګټه نه اخېستل یو ډول افراط دی، لکه څوک چې د اوبو د نه شتون پر مهال تیمم کول پرېږدي او د اوبو کارول یې په ضرر تمام شي.
  6. ابن المنير وايي: پدې حديث کې د نبوت له نښو څخه یوه نښه ده، ځکه موږ او زموږ څخه وړاندې خلکو ليدلي چې چا په دين كې افراط كړی، وروسته یې عمل پریښی دی، خو د دې مطلب دا نه دی چې د بشپړ عمل کولو لپاره هڅه پرېښودل شي، ځکه دا ستایل شوی کار دی چې عمل په بشپړه توګه ادا شي، بلکې له هغه افراط څخه منع راغلې ده چې سړی ستړی کوي، یا دا چې په نفلي عملونو کې دومره مبالغه وشي چې له امله یې غوره عمل پاتې شي، یا د فرضو وخت ترې تېر شي، د بېلګې په توګه لکه یو سړی چې ټوله شپه تهجد وکړي او بیا په جماعت سره د سهار لمونځ ترې لاړ شي، یا دا چې لمر پرې راوخیژي، نو د فرضو وخت ترې لاړ شي.