عن سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيَّبِ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ:
لَمَّا حَضَرَتْ أَبَا طَالِبٍ الْوَفَاةُ، جَاءَهُ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَوَجَدَ عِنْدَهُ أَبَا جَهْلٍ وَعَبْدَ اللهِ بْنَ أَبِي أُمَيَّةَ بْنِ الْمُغِيرَةِ، فَقَالَ: «أَيْ عَمِّ، قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، كَلِمَةً أُحَاجُّ لَكَ بِهَا عِنْدَ اللهِ»، فَقَالَ أَبُو جَهْلٍ وَعَبْدُ اللهِ بْنُ أَبِي أُمَيَّةَ: أَتَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، فَلَمْ يَزَلْ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَعْرِضُهَا عَلَيْهِ، وَيُعِيدَانِهِ بِتِلْكَ الْمَقَالَةِ، حَتَّى قَالَ أَبُو طَالِبٍ آخِرَ مَا كَلَّمَهُمْ: عَلَى مِلَّةِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، وَأَبَى أَنْ يَقُولَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «وَاللهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ مَا لَمْ أُنْهَ عَنْكَ»، فَأَنْزَلَ اللهُ: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} [التوبة: 113]، وَأَنْزَلَ اللهُ فِي أَبِي طَالِبٍ، فَقَالَ لِرَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56].
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4772]
المزيــد ...
سعید بن المسیب له خپل پلار څخه روایت کوي فرمايي:
کله چې ابو طالب د وفات کېدو په حال کې و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او ابوجهل او عبدالله بن ابي امیه بن المغیره یې ورسره ولیدل، نو ویې ویل: «أَيْ عَمِّ، قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، كَلِمَةً أُحَاجُّ لَكَ بِهَا عِنْدَ اللهِ» «اې کاکا!: د (لا اله الا الله) کلمه ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندې ستا لپاره دلیل ووایم» نو ابو جهل او عبدالله بن ابي اميه وويل : آيا ته د عبدالمطلب دين پرېږدې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې ورته د کلمې وییلو وړاندیز کاوه او هغوی دواړو ورته همغه خبره کوله تر دې چې ابو طالب په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې زه د عبد المطلب په دین یم، او له دې یې انکار وکړ چې: لا اله الا الله ووایي، وایې چې رسول الله صلی یالله علیه وسلم وفرمایل: قسم په الله چې زه به خامخا تاته بښنه غواړم تر څو چې در څخه منع شوی نه یم، نو الله تعالی دا وینا نازله کړه چې فرمایي: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} [التوبة: 113] [د نبي او هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي]. او الله تعالی د ابو طالب په باره کې دا آیت نازل کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ}. (القصص: 56) [پرته له شکه ته هغه چاته لار نشې ښودلی چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي لارښوونه يې کوي].
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4772]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره ابو طالب ته د مرګ په حال کې ورغی او ورته یې وویل: اې کاکا د "لا إله إلا الله" کلمه ووایه، چې د الله په وړاندې پرې ستا لپاره ګواهي ورکړم. نو ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه وويل: اې ابو طالبه! ته د خپل پلار عبدالمطلب دين پريږدې؟! چې هغه د بتانو عبادت دی، نو تر هغه یې ورسره خبرې روانې وې، تر دې چې وروستۍ خبره یې ورته وکړه چې هغه: د عبدالمطلب د دين پيرو دی، د شرک او د بتانو د عبادت دین. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه به درته تر هغه پورې د بخښنې دعا غواړم، تر څو مې چې رب منع کړی نه یم، نو همغه و چې د الله تعالی دا وینا نازل شوه. {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ} [التوبة: 113] [د نبي او مومنانو لپاره په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي وروسته له دې چې د هغوی لپاره څرګنده شوه چې هغوی دوزخيان دي]. او د ابو طالب په اړه د الله تعالی دا قول نازل شو. {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ} [القصص: 56]، [پرته له شکه ته هغه څوک په سمه لیار نشې روانولای چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي په سمه لیار يې روانوي، او هغه پر لار موندونکو ښه پوه دی]. ته هدایت نه شې کولای هغه چا ته چې غواړې هدایت وکړې، بلکې پر تا پېغام رسول دي او الله چې چا ته وغواړي هدایت ورته کوي.