د احادیثو لړلیک

دا قرآن (په سینو کې د ساتلو په موخه) وخت په وخت ولولئ ، ځکه په هغه ذات قسم دی چې د محمد - صلی الله علیه وسلم - روح د هغه په ​​لاس کې دی چې دا (له انسان څخه) په تېښته کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي
عربي الإنجليزية الأوردية
له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه
عربي الإنجليزية الأوردية
الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې کاکا!: د (لا اله الا الله) کلمه ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندې ستا لپاره دلیل ووایم
عربي الإنجليزية الأوردية
مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْأُتْرُجَّةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ، وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ، لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي
عربي الإنجليزية الأوردية
قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي
عربي الإنجليزية الأوردية
مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي
عربي الإنجليزية الأوردية
اهل کتاب مه ریښتیني ګڼئ او مه دروغجن، بلکې ووایئ: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا}
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه
عربي الإنجليزية الأوردية
يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې
عربي الإنجليزية الأوردية
دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ}
عربي الإنجليزية الأوردية
یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي
عربي الإنجليزية الأوردية
کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ
عربي الإنجليزية الأوردية
هر هغه څه حسابیږي چې له تاسره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي، او هغوی ته ستا جزا ورکول هم حسابیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی
عربي الإنجليزية الأوردية
{ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ}
عربي الإنجليزية الأوردية
د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېږدي نو ترې به لاړ شي
عربي الإنجليزية الأوردية
تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي
عربي الإنجليزية الأوردية
قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي
عربي الإنجليزية الأوردية
قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی
عربي الإنجليزية الإندونيسية
که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي
عربي الإنجليزية الإندونيسية
پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی
عربي الإنجليزية الإندونيسية
څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه
عربي الإنجليزية الأوردية
(پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-)
عربي الإنجليزية الإندونيسية
خبردار اوسئ! شراب حرام شول
عربي الإنجليزية الإندونيسية