+ -

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّمَا مَثَلُ صَاحِبِ القُرْآنِ كَمَثَلِ صَاحِبِ الإِبِلِ المُعَقَّلَةِ، إِنْ عَاهَدَ عَلَيْهَا أَمْسَكَهَا، وَإِنْ أَطْلَقَهَا ذَهَبَتْ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5031]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېښودل نو ترې به لاړ شي."

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 5031]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس چې قرآن کریم یې زده کړی او تلاوت یې خپل عادت ګرځولی وي - هغه که قرآن کریم په ناظره سره وي یا په حفظ - د هغه تړل شوي اوښ د مالک سره پرتله کړی چې په رسۍ یې د اوښ زنګون تړلی وي، نو که همداسې یې تړلی وساتي ورسره به پاتې شي او که یې خوشي کړي نو ترې به لاړ شي او ورک به شي، نو که د قرآن کریم خاوند یې په تلاوت کولو او یادولو دوامدار پاتې شي نو یاد به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې هېر به شي؛ تر څو چې ژمنتیا موجوده وي، حفظ به یې پاتې وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قرآن کریم پر تلاوت پابندۍ ته هڅونه، او د هېرولو په وړاندې یې احتیاط کول.
  2. په منظم ډول د قرآن کریم لوستل د انسان ژبه اسانه او تلاوت کول ساده کوي، که څوک یې پریږدي، نو لوستل یې پرې پېټی کیږي او ورته سختیږي.
  3. قاضي ویلي: د "صاحب القرآن" معنی دا ده: د چا چې ورسره ملګرتیا وي او: (المصاحبة) ملګرتیا ته وایي، له دې څخه دا هم اصطلاح هم ده چې: فلاني د فلاني ملګری دی، او لکه چې وایي: د جنت خاوندان او د دوزخ خاوندان.
  4. د تبلیغ یوه طریقه د مثالونو کارول دي.
  5. ابن حجر ویلي: د اوښانو یادونه یې په ځانګړې ډول ځکه چې په کورنیو څاریو کې اوښان د نورو څارویو په پرتله زیات تښتېدونکي دي، او کله چې ورک شي نو بیا یې لاسته راوړل ستونزمن وي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه