عن جرير بن عبد الله البجلي رضي الله عنه قال: كنا عندَ النبيِّ صلى الله عليه وسلم فنظرَ إلى القمرِ ليلةَ البدرِ، فقالَ: «إنَّكم سترون ربَّكُمْ كما تروْن هذا القمر، لاَ تُضَامُونَ في رُؤْيَته، فَإن استطعتم أنْ لاَ تُغْلَبُوا على صلاة قبل طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا، فَافْعَلُوا». وفي رواية: «فنظر إلى القمر ليلة أربع عشرة».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له جابر بن عبد الله البجلي - رضي الله عنه- څخه روایت دی فرمايي: مونږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره وو چې - د څوارلسمې- سپوږمۍ ته یې ولیدل او ویې وییل: « ژر دی چې تاسو به خپل رب ووینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، که چیرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پریوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ، او په یو بل روایت کې راځي:«فنظر إلى القمر ليلة أربع عشرة» «نو د څوارلسمې شپې سپوږمې ته یې ولیدل».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

له جریر بن عبد الله البجلي - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغوی د نبي صلی الله علیه وسلم سره وو نو د بدري شپې - د څوارلسمې شپې - سپوږمۍ ته یې ولیدل او هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "إنكم سترون ربكم كما ترون هذا القمر" یعنې ژر دی چې تاسو به خپل رب داسې وګورئ لکه څرنګه چې دا سپوږمۍ ګورئ، یعنې د قیامت په ورځ او په جنت کې به یې مؤمنان داسې ګوري لکه څرنګه چې د څوارلسمۍ شپې سپوږمۍ لیدل کیږي، د دې معنا دا نده چې الله تعالی د سپوږمۍ په څېر دی، ؛ ځکه د الله په څېر هیڅ شی نشته، بلکه هغه پاک ذات تر ټولو ستر او غوره دی، بلکه دلته موخه د دوه ډوله لیدلو تشبیه ده یو له بل سره، نه هغه څه چې دلته او هلته لیدل کیږي، نو لکه څرنګه چې مونږ د څوارلسمې شپې سپوږمۍ په حقیقي توګه پرته له تېروتنې ګورو ، نو مونږ به همداسې خپل رب تعالی ګورو لکه څرنګه چې دا سپوږمۍ په حقیقي توګه پرته له تېروتنې په سترګو ګورو، او د جنتیانو په اند تر ټولو خوندور او تر ټول پاک نعمت هغه د الله پاک مخ ته لیدل دي چې هیڅ شی ورسره نه برابریږي، نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم - چې کله یادونه وکړه چې مونږ به خپل رب ته ګورو لکه څرنګه چې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ ګورو نو ویې فرمایل"فإن استطعتم ألا تغلبوا على صلاة قبل طلوع الشمس وصلاة قبل غروبها، فافعلوا" نو که مو وکولای شول چې د لمر ختو نه وړاندې او د لمر پریوتو نه مخکې درڅخه لمونځ پاتې نه شي نو دا کار وکړئ، او پدې وینا "استطعتم ألا تغلبوا على صلاة" سره یې مقصد دا دی چې - دا یاد - دواړه لمونځونه پوره وکړئ، چې له پوره والي څخه یې په جماعت سره ادا کول دي، نو که چیرته مو وکولای شول چې دا کار درڅخه پاتې نه شي نو "فافعلوا" یعنې ویې کړئ، او پدې کې دلیل دی چې د سهار او مازدیګر لمونځونو ته پاملرنه د الله تعالی مخ ته د لیدلو له اسبابو څخه دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره د صحابه کرامو په ناسته حرص او ټینګار.
  2. د ایمان خاوندانو ته د زیري ثبوت چې دوی به الله - تعالی - د قیامت په ورځ ګوري.
  3. د لیدلو (رؤیت) حقیقت؛ لکه څرنګه چې الله تعالی او رسول یې خبر ورکړی، د هغه څه پر خلاف چې د تأویل او تعطیل خاوندانو ویلي.
  4. د سهار او مازدیګر لمونځونو فضیلت، نو په کار ده چې ساتنه یې وشي.
  5. دا وختونه یې ځکه په ځانګړې توګه یاد کړل چې ملایکې پکې راټولیږي، او عملونه پورته کوي، تر څو ورڅخه دا لوی فضیلت پاتې نه شي.
  6. د بلنې له طریقو څخه تاکید او هڅونه ده.
نور