د احادیثو لړلیک

څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته
عربي الإنجليزية الأوردية
خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه
عربي الإنجليزية الأوردية
د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
ایا زه تاسو ته د جنتیانو په اړه خبر در نه کړم؟ هر ضعیف انسان چې عاجزي کوي، نو که په الله قسم وخوري، الله به یې قسم پر ځای کړي، او آیا د جهنمیانو په اړه خبر در نه کړم: هر یو جګړه مار، کبرجن او لویې کوونکی انسان
عربي الإنجليزية الأوردية
د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا پوهېږئ چې مفلس څوک دی؟
عربي الإنجليزية الأوردية
مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې اذان واوري او بیا ووایي: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». «اې د دې بشپړې بلنې او د دې ودریدونکي لمونځ (مالکه)؛ محمد - صلی الله علیه وسلم - ته وسیله او فضیلت ورکړه، او هغه ستایل شوي مقام ته یې ولېږه چې تا یې ورسره ژمنه کړې ده. (چا چې د اذان پسې دا دعا وویله نو ) هغه د قیامت په ورځ زما د شفاعت مستحق وګرځېده
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
عربي الإنجليزية الأوردية
زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي
عربي الإنجليزية الأوردية
{ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ}
عربي الإنجليزية الأوردية
په هر چا چې د خپل (مسلمان) ورور کوم حق وي، که د عزت پایمالېدو یا بل څه په برخه کې وي نو همدا نن دې ترې ځان خلاص کړي، مخکې لدې چې دینار او درهم به نه وي
عربي الإنجليزية الأوردية
خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنته راپورته کړی شي
عربي الإنجليزية الأوردية
د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري
عربي الإنجليزية الأوردية
د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی څخه به د یو میل په اندازه واټن کې شي
عربي الإنجليزية الأوردية
ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی به ټول خلک – له لومړیو څخه تر وروستیو پورې – په یو میدان کې راټول کړي، داسې چې بلونکي (فرشتې) به غږ ور اوروي، او ټول به یو بل ته ښکاري، لمر به نږدې شي، خلک به له اندېښنې او کړاو څخه دومره پرېشانه شي چې زغملی به یې نه شي
عربي الإنجليزية الأوردية
بې‌شکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي
عربي الإنجليزية الإندونيسية
نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس ترې وغواړئ
عربي الإنجليزية الإندونيسية