+ -

عَنْ أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْإِبِلُ؟ قَالَ: «وَلَا صَاحِبُ إِبِلٍ لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، وَمِنْ حَقِّهَا حَلَبُهَا يَوْمَ وِرْدِهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، بُطِحَ لَهَا بِقَاعٍ قَرْقَرٍ، أَوْفَرَ مَا كَانَتْ، لَا يَفْقِدُ مِنْهَا فَصِيلًا وَاحِدًا، تَطَؤُهُ بِأَخْفَافِهَا وَتَعَضُّهُ بِأَفْوَاهِهَا، كُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ أُولَاهَا رُدَّ عَلَيْهِ أُخْرَاهَا، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْبَقَرُ وَالْغَنَمُ؟ قَالَ: «وَلَا صَاحِبُ بَقَرٍ، وَلَا غَنَمٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ بُطِحَ لَهَا بِقَاعٍ قَرْقَرٍ، لَا يَفْقِدُ مِنْهَا شَيْئًا، لَيْسَ فِيهَا عَقْصَاءُ، وَلَا جَلْحَاءُ، وَلَا عَضْبَاءُ تَنْطَحُهُ بِقُرُونِهَا وَتَطَؤُهُ بِأَظْلَافِهَا، كُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ أُولَاهَا رُدَّ عَلَيْهِ أُخْرَاهَا، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْخَيْلُ؟ قَالَ: «الْخَيْلُ ثَلَاثَةٌ: هِيَ لِرَجُلٍ وِزْرٌ، وَهِيَ لِرَجُلٍ سِتْرٌ، وَهِيَ لِرَجُلٍ أَجْرٌ، فَأَمَّا الَّتِي هِيَ لَهُ وِزْرٌ، فَرَجُلٌ رَبَطَهَا رِيَاءً وَفَخْرًا وَنِوَاءً عَلَى أَهْلِ الْإِسْلَامِ، فَهِيَ لَهُ وِزْرٌ، وَأَمَّا الَّتِي هِيَ لَهُ سِتْرٌ، فَرَجُلٌ رَبَطَهَا فِي سَبِيلِ اللهِ، ثُمَّ لَمْ يَنْسَ حَقَّ اللهِ فِي ظُهُورِهَا وَلَا رِقَابِهَا، فَهِيَ لَهُ سِتْرٌ وَأَمَّا الَّتِي هِيَ لَهُ أَجْرٌ، فَرَجُلٌ رَبَطَهَا فِي سَبِيلِ اللهِ لِأَهْلِ الْإِسْلَامِ، فِي مَرْجٍ وَرَوْضَةٍ، فَمَا أَكَلَتْ مِنْ ذَلِكَ الْمَرْجِ، أَوِ الرَّوْضَةِ مِنْ شَيْءٍ، إِلَّا كُتِبَ لَهُ، عَدَدَ مَا أَكَلَتْ حَسَنَاتٌ، وَكُتِبَ لَهُ، عَدَدَ أَرْوَاثِهَا وَأَبْوَالِهَا، حَسَنَاتٌ، وَلَا تَقْطَعُ طِوَلَهَا فَاسْتَنَّتْ شَرَفًا، أَوْ شَرَفَيْنِ، إِلَّا كَتَبَ اللهُ لَهُ عَدَدَ آثَارِهَا وَأَرْوَاثِهَا حَسَنَاتٍ، وَلَا مَرَّ بِهَا صَاحِبُهَا عَلَى نَهْرٍ، فَشَرِبَتْ مِنْهُ وَلَا يُرِيدُ أَنْ يَسْقِيَهَا، إِلَّا كَتَبَ اللهُ لَهُ، عَدَدَ مَا شَرِبَتْ، حَسَنَاتٍ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَالْحُمُرُ؟ قَالَ: «مَا أُنْزِلَ عَلَيَّ فِي الْحُمُرِ شَيْءٌ، إِلَّا هَذِهِ الْآيَةَ الْفَاذَّةُ الْجَامِعَةُ»: {فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ، وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ} [الزلزلة: 8].

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 987]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ، فَأُحْمِيَ عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ، فَيُكْوَى بِهَا جَنْبُهُ وَجَبِينُهُ وَظَهْرُهُ، كُلَّمَا بَرَدَتْ أُعِيدَتْ لَهُ، فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، حَتَّى يُقْضَى بَيْنَ الْعِبَادِ، فَيَرَى سَبِيلَهُ، إِمَّا إِلَى الْجَنَّةِ، وَإِمَّا إِلَى النَّارِ» «د سرو او سپینو زرو هېڅ مالک نشته چې حق يې ترې نه ادا کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به ورته د اور تختې جوړې شي، او د جهنم په اور به سکروټي کړای شي او د دوی اړخونه، تندي او شاګانې به پرې په داسې ورځ کې داغل کېږي چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی ، هر کله چې دا (د اوسپنې تختې) سړې شي بیا به ورته ګرمې کړای شي، تر دې چې د بندګانو تر منځ پرېکړه وشي، نو بیا به خپله لار یا جنت لوري ته ومومي او یا دوزخ لور ته».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 987]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت په ورځ د هغه چا د سزاګانو ډولونه بیان کړل چې د بېلابېلو مالونو زکات نه ادا کوي لکه:
لومړی: سره او سپين زر او داسې نور د تجارت مالونه چې زکات ورکول یې واجب وي خو زکات یې نه وي ورکول شوی، نو د قيامت په ورځ به ویلي کړای شي او د تختو په څېر به واړول شي او د دوزخ په اور به داغ کړای شي او خاوند ته به یې پرې عذاب ورکړی شي، نو اړخ، تندی او ملا به یې پرې وداغل شي، هر کله چې دا تختې سړې شي، بېرته به ګرمې کړای شي، او دا عذاب به د قیامت د ورځې په اوږدو کې په دوامداره توګه وي؛ هغه ورځ چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، تر دې چې الله تعالی دخپلو بندګانو تر منځ فیصله وکړي، نو بیا به یا جنتي شي او یا دوزخي.
دویم: د هغو اوښانو خاوند چې حق او فرض زکات یې نه ورکوي او مسکینانو ته یې نه لوشي، نو دا به ورته په څو برابره لوې او څربې اوښې بدله شي او په شمېر کې به یې هم څو چنده زیاتې شي، نو خاوند به یې ورته د قیامت په ورځ په یوه لویه اواره ځمکه څملول شي او په لغتو به یې وهي او خولې به پرې لګوي، هر کله چې پرې وروستۍ اوښه تېره شي لومړۍ به یې بېرته راوګرځي، دا حالات به د قیامت د ټولې ورځې په اوږدو کې جریان ولري؛ هغه ورځ چې اوږوالی یې د پنځوس زره کالو په اندازه دی، تر دې چې الله د خپلو بندګانو تر منځ پرېکړه وکړي، نو بیا به جنتي او یا دوزخي شي.
دریم: د غواګانو او مېږو خاوند -لکه پسونه او وزې- چې فرض زکات یې نه ورکوي، نو له دې شمېر څخه به زیاتې ورکړل شي، په داسې حال کې چې هېڅ یوه به یې کمه نه وي، نو د قیامت په ورځ به ورته دی په یوه لویه اواره او برابره ځمکه څملول شي، په داسې حال کې چې د تاوو ښکرونو، بې ښکرو او ماتو ښکرونو والا حیوان به په کې نه وي، بلکې په ټولو صفتونو به برابر وي، نو په ښکرونو او لغتو به یې وهي، هر کله چې پرې وروستۍ یوه تېره شي لومړۍ به یې پرې بیرته پیل وکړي. او په همدې حال به د قیامت د ورځې په اوږدو کې وي؛ هغه ورځ چې اوږدوالی یې د پنځوس زره کلونو په اندازه دی، تر دې چې الله د خپلو مخلوقاتو تر منځ پرېکړه وکړي، نو بیا به یا جنتي شي او یا دوزخي.
څلورم: د آسونو ساتونکی، او آسونه درې ډوله دي:
لومړی: دا به د هغه لپاره دروند بار وي، او دا هغه څوک دی چې د ځان ښودنې، ویاړ او د مسلمانانو پر وړاندې د جنګ لپاره یې ساتلي وي.
دویم: هغه دي چې د ده لپاره به پرده وي، او دا هغه څوک دې چې د الله په لار کې یې د جهاد لپاره ساتلي وي، بیا یې ورسره ښېګڼه کړي وي، داسې چې ښه واخه یې ورکړي وي او ټولې اړتیاوې یې ورته پوره کړي وي، او د ښځېنه آسونو د تېرولو په مقابل کې یې پرې پیسې نه وي اخیستي.
دریم: هغه چې د ده لپاره به ثواب وي، دا هغه څوک دی چې د الله په لار کې یې د مسلمانانو په خدمت کې د جهاد لپاره ساتلې وي، په داسې حال کې چې په شنو دښتو او درو کې یې د څرېدلو لپاره پرېښي وي، نو د خوراک په اندازه به ورته الله نیکۍ ورکړي، او د دوی د خرشنو او بولو د شمېر په اندازه به نیکۍ ورکړي، او هر څومره د ځان پسې پړی راکاږي او په لوړو ګړندۍ منډه وهي، نو الله به د پښو د نښو او خرشنو په اندازه نیکۍ ورکوي، او هر کله یې چې خاوند په یوې ویالې ورولي او ترې خړوبه کیږي؛ په داسې حال کې چې هغه نه غوښتل اوبه ورکړي، مګر دا چې الله به ورته د هر ګوټ په اندازه نیکۍ ورکړي.
بیا له هغه صلی الله علیه وسلم څخه د خرو په اړه پوښتنه وشوه چې: آیا دوی د آسونو په څېر دي؟
نو هغه وفرمایل چې: په دې اړه پرې له دې نادر آیت پرته هېڅ کوم ځانګړی قانون نه دی نازل شوی، چې ټولو پیرویو او نافرمانیو ته شامل وي او هغه د الله تعالی دا وینا ده: {فمن يعمل مثقال ذرة خيرًا يره، ومن يعمل مثقال ذرة شرًا يره}. [الزلزلة: 8] ، یعنې او څوک چې د یوې ذرې په اندازه نیکي وکړي، وبه یې ګوري. او څوک چې د یوې ذرې په اندازه بدي وکړي وبه یې ګوري. یعنې چا چې خرونه د ثواب په نیت وساتل؛ ثواب به یې وویني او چا چې د نافرمانیو په نیت وساتل سزا به یې وویني، او دا (آیت) ټولو عملونو ته شامل دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د زکات د ادا کولو مکلفيت، او د مخنيوي پر وړاندې یې سخت ګواښ.
  2. هغه څوک چې د سستۍ له امله زکات نه ورکوي کافر نه دی، بلکې په سخت خطر کې دی.
  3. انسان ته د هغه جزئياتو اجر ورکول کيږي چې د اطاعت په عمل کې واقع کېږي، کله یې چې د اصل اراده کړي وي، که څه هم د هغو تفصيلاتو اراده ونه لري.
  4. په مال کې له زکات پرته حق هم شته.
  5. په اوښانو کې صدقه دا ده چې د اوبه خور پرمهال حاضرو غریبانو ته ولوشل شي؛ دا به هم د غریبانو لپاره له دې اسانه وي چې کورونو ته د سوال لپاره لاړ شي او هم به د مېږو لپاره ښه وي، ابن بطال ویلي چې: په مال کې دوه حقونه دي: عیني فرض او داسې نور. او د اوښې لوشل له هغو حقونو څخه دي چې غوره اخلاق بلل کېږي.
  6. په اوښانو، غوایانو او پسونو کې واجب حق دا هم دی چې د مالونو په تېرولو یې پېسې وانه خیستل شي.
  7. د خرو او هر هغه څه حکم چې په اړه یې حکم نه وي راغلی، دا د الله تعالی په دې وینا کې داخل دي چې فرمایي: (فمن يعمل مِثقال ذرة خيرًا يَره، ومن يعمل مِثقال ذرة شرًا يره). نو چا چې د ذرې په اندازه نېکي وکړه ثواب به یې وګوري، او چا چې د ذرې په اندازه بدي وکړه سزا به یې وګوري.
  8. په دې آیت کې نیکۍ کولو ته هڅول دي که څه هم لږه وي او له بدۍ وېرول دي که څه هم ډېره سپکه وي.
نور