د معاملاتو فقه

16د احادیثو لړلیک 9فرعي ډلبندیانې

د احادیثو لړلیک 16

جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي
او ویلي یې دي چې: «خیر پکې نشته، بلکې د بخیل نه پرې (یو څه) راوځي
قسم په الله زه چې یم-إِنْ شَاءَ اللَّهُ- هېڅ قسم نه یادوم مګر کله چې راته له هغې غوره معلومه شي، بیا د قسم کفاره ورکوم، او هغه کار کوم چې ښه راته معلوم شي
که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی یې د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ نو د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پرېږدي
سپین زر په سرو زرو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او غنم په غنمو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او وربشې په وربشو بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي، او خرما په خرما بدلول سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي
مَا مِنْ صَاحِبِ ذَهَبٍ وَلَا فِضَّةٍ، لَا يُؤَدِّي مِنْهَا حَقَّهَا، إِلَّا إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ، صُفِّحَتْ لَهُ صَفَائِحُ مِنْ نَارٍ
کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي
اې د الله رسوله! د سعد مور وفات شوې ده، نو کومه صدقه غوره ده؟، هغه وفرمایل: «اوبه»، وایي: نو څاه یې وکېندله، او ویې ویل: دا د سعد د مور ده
څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي
دا چې ستاسو څخه یو څوک خپله رسۍ واخلي، او په شا ګېډي راوچلوي او بیا یې خرڅ کړي، او پدې سره یې الله تعالی د هغه مخ (له عذاب) څخه وژغوري، دا ورته لدې ډېره غوره ده چې له یو چا څخه سوال وکړي، چې یا به یې ورکړي او یا به یې ترې منع کړي
اې ابوذره، کله چې شوروا پخوې، ډېرې اوبه ور اضافه کړه او له خپلو ګاونډیانو سره یې شریکه کړه
قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي
کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي
څوک چې د یو مسلمان حق په ناحقه قسم خوړلو سره واخلي، نو الله تعالی پرې دوزخ لازم ګرځولی او جنت یې پرې حرام کړی دی» یو سړي ورته وویل: «ای د الله رسوله! که ډېر لږ هم وي؟» هغه وفرمایل: «که د مسواک د یو ډکي په اندازه هم وي
قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي
سره زر په سرو زرو، سپين زر په سپينو زرو، غنم په غنمو، وربشې په وربشو، خرما په خرما، او مالګه په مالګه، یو بل ته ورته (او) برابر، لاس په لاس (سود دی) خو کله چې دا ډولونه سره مختلف وي، نو څرنګه مو چې خوښه وي، خرڅلاو وکړئ، خو دا چې لاس په لاس (نغده معامله) وي