عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1631]
المزيــد ...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ».
"کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي".
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1631]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د مړي عمل د هغه په مرګ سره پرې کیږي نو له مرګ وروسته ورته نیکي نه رسیږي مګر په دې درېو څیزونو: ځکه چې دی د همدې درې واړو لامل و:
لومړی: صدقه چې ثواب يې دوامداره وي او نه پرې کېږي لکه وقف، جومات جوړول، د څاګانو کېندل او داسې نور.
دوهم: هغه علم چې خلکو ته یې ګټه رسیږي لکه: د علمي کتابونو تالیف، یا دا چې یو چاته یې علم ښوده، نو هغه شخص یې له مرګ وروسته علم نشروي.
دریم: مؤمن او صالح اولاد، چې خپل مور او پلار ته دعا کوي.