د احادیثو لړلیک

یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي
عربي الإنجليزية الأوردية
که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي
عربي الإنجليزية الأوردية
د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي
عربي الإنجليزية الأوردية
خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي
عربي الإنجليزية الأوردية
هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې د علم په لټه کې ووځي تر هغه پورې چې بیرته راګرځیدلی نه وي د الله - تعالی - په لار کې دی.
عربي الإنجليزية الأوردية
یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي
عربي الإنجليزية الأوردية
که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي
عربي الإنجليزية الأوردية
یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه
عربي الإنجليزية الأوردية
هره نیکي صدقه ده
عربي الإنجليزية الأوردية
خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي
عربي الإنجليزية الأوردية
دعا عبادت دی
عربي الإنجليزية الأوردية
هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې لس ځلې: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل
عربي الإنجليزية الأوردية
د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده
عربي الإنجليزية الأوردية
هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
(زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ
عربي الإنجليزية الأوردية
الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي
عربي الإنجليزية الأوردية
ما تاسو ته د دې لپاره قسم در نکړ چې زه په تاسو تور پورې کوم، خو جبریل راته راغی او خبر یې راکړ چې الله تعالی پر دوي د ملایکو په وړاندې فخر کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې د دوه وو لورګانو سمه روزنه وکړه تر دې چې لویې شي، نو د قیامت په ورځ به زه اوهغه سره یو ځای یو» او خپلې ګوتې یې سره جوختې کړې
عربي الإنجليزية الأوردية
تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ
عربي الإنجليزية الأوردية
کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «لمونځ په خپل ټاکلي وخت» هغه وويل: بيا کوم؟ ويې فرمايل: «بيا له مور او پلار سره نیکي»، هغه وويل: بيا څه؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد
عربي الإنجليزية الأوردية
بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي
عربي الإنجليزية الأوردية
قسم په الله که چېرته ستا له امله الله يو سړي ته لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده
عربي الإنجليزية الأوردية
اتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ، وَصَلُّوا خَمْسَكُمْ، وَصُومُوا شَهْرَكُمْ، وَأَدُّوا زَكَاةَ أَمْوَالِكُمْ، وَأَطِيعُوا ذَا أَمْرِكُمْ تَدْخُلُوا جَنَّةَ رَبِّكُمْ». «د الله څخه ووېرېږئ چې رب مو دی، پنځه وخته لمونځونه مو وکړئ، د میاشتې روژه مو ونیسئ، د خپلو مالونو زکاتونه مو ورکړئ، او د خپلو واکمنانو پیروي وکړئ نو د خپل رب جنت ته به داخل شئ
عربي الإنجليزية الأوردية
أَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى مَا يَمْحُو اللهُ بِهِ الْخَطَايَا، وَيَرْفَعُ بِهِ الدَّرَجَاتِ؟
عربي الإنجليزية الأوردية
أَلاَ أُنَبِّئُكُمْ بِخَيْرِ أَعْمَالِكُمْ، وَأَزْكَاهَا عِنْدَ مَلِيكِكُمْ، وَأَرْفَعِهَا فِي دَرَجَاتِكُمْ
عربي الإنجليزية الأوردية
رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ»، قِيلَ: مَنْ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: «مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ عِنْدَ الْكِبَرِ، أَحَدَهُمَا أَوْ كِلَيْهِمَا فَلَمْ يَدْخُلِ الْجَنَّةَ». «د هغه چا پوزه دې خړه شي بيا دې پوزه خړه پړه شي بيا دې پوزه خړه پړه شي» وویل شو: څوک؟ اې د الله رسوله! ویې ویل: «څوک چې په زوړوالي کې مور او پلار دواړه او يا یو له دوی څخه لاندې کړي او بيا هم جنت ته داخل نه شي
عربي الإنجليزية الأوردية
ځانته خلک مخکې شول
عربي الإنجليزية الأوردية
د اسراء په شپه (یعنې هغه شپه چې اسمانونو ته پورته کړی شوم) له ابراهیم علیه السلام سره مخ شوم نو ویې ویل: اې محمده! خپل امت ته دې زما لخوا سلام ووایه او خبر یې کړه چې جنت پاکیزه خاوره او خوږې اوبه لري
عربي الإنجليزية الأوردية
که ته داسې يې لکه څنګه چې وايې نو ګويا داسې ده لکه ته چې يې په مخونو کې ايرې بادوې، او تر هغه به د الله له پلوه له تاسره مرستندوي وي چې دغه ډول اخلاق کوې
عربي الإنجليزية الأوردية
مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري
عربي الإنجليزية الأوردية
ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې خلکو، سلام خپور کړئ، خواړه ورکړئ، خپلولي وپالئ او د شپې په داسې حال کې لمونځ کوئ چې خلک وېده وي، نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو ملاېکو سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندېږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي
عربي الإنجليزية الأوردية
هغه څوک به دوزخ ته داخل نشي چې د بدر او حدیبیې په پېښو کې یې ګډون کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر او عمر په اړه وفرمایل: «هذان سَيِّدا كُهُول أهل الجنة من الأوَّلِين والآخِرين إلا النبيِّين والمرسلين». «دا دواړه له انبیاوو او رسولانو پرته د پخوانیو او وروستنیو بوډاګانو (سپین ږیرو) جنتیانو سرداران دي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟
عربي الإنجليزية الأوردية
عملونه شپږ دي او خلک څلور ډوله دي، دوه عملونه دي چې واجبوونکي دي، او - بل ډول - سر په سر، او نیکي یو په لس چنده ده، او - بل ډول - نیکي په اووه سوه ده
عربي الإنجليزية الأوردية
بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه یادونه وکړه، بیا یې وفرمایل: « دا به هغه مهال وي چې علم له منځه لاړ شي
عربي الإنجليزية الأوردية
علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟
عربي الإنجليزية الأوردية
يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې
عربي الإنجليزية الأوردية
په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي
عربي الإنجليزية الأوردية
دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره
عربي الإنجليزية الأوردية
(لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم
عربي الإنجليزية الأوردية
إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ
عربي الإنجليزية الأوردية
دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه چې الله تعالی هېڅ عمل نه قبلوي، مګر هغه چې خاص د هغه لپاره وي او د هغه رضایت پرې غوښتل شوي وي
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې: لا إله إلا الله، وحده لا شریک له، له الملک وله الحمد، وهو على کل شيء قدیر، په ورځ کې سل ځلې ووایي
عربي الإنجليزية الإندونيسية
د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه
عربي الإنجليزية الأوردية
خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي
عربي الإنجليزية الأوردية
ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
د هغه هدایت او علم بېلګه چې زه پرې الله رالېږلي یم، د هغه ډېر باران په څېر دی چې پر ځمکه وشي
عربي الإنجليزية الأوردية
د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه زما فضیلت ستاسو پر یو عادي انسان
عربي الإنجليزية الأوردية
په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه
عربي الإنجليزية الأوردية
قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي
عربي الإنجليزية الأوردية
کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا تاسو ته الله تعالی هغه څه نه دي درکړي چې تاسو یې صدقه کړئ؟ هره تسبیح صدقه ده، هر تکبیر ویل صدقه ده، هر الحمد لله ویل صدقه ده او تاسو ته په کوروالي کې صدقه ده
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
(ای خلکو! الله ته توبه وباسئ، یقینا زه چې یم د ورځې الله ته سل ځلې توبه کوم)
عربي الإنجليزية الأوردية
د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول
عربي الإنجليزية الأوردية
هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي
عربي الإنجليزية الأوردية
الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
ما وویل: اې د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان
عربي الإنجليزية الأوردية
که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای
عربي الإنجليزية الإندونيسية