عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنهما عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5641]
المزيــد ...

ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې فرمایلي یې دي:
«هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5641]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې مسلمان ته چې کومې ناروغۍ، غمونه، خفګانونه، کړاوونه، مصیبتونه، سختۍ، وېره او لوږه رسیږي، تر دې چې که یو اغزی یې په پښو کې لاړ شي او ویې دردوي، نو دا ټول به یې د ګناهونو لپاره کفاره شي او ګناهونه به ترې توې شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پر مومنو بندګانو باندې د الله جل جلاله د فضل او رحمت بیانول چې په یو کوچني ضرر سره چې هغوی ته رسیږي؛ ګناهونه یې ورته بښل کیږي.
  2. مسلمان ته په کار دي چې هر څه ورته رسیږي اجر یې له الله جل جلاله څخه وغواړي، او په هره وړه او غټه صبر وکړي، تر څو یې د درجو د لوړېدلو او د ګناهونو د کفارې لامل شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (56)