+ -

عَنْ طَلْحَةَ بْنِ عُبَيْدِ اللهِ رضي الله عنه قَالَ:
جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ أَهْلِ نَجْدٍ ثَائِرُ الرَّأْسِ، نَسْمَعُ دَوِيَّ صَوْتِهِ، وَلَا نَفْقَهُ مَا يَقُولُ حَتَّى دَنَا مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَإِذَا هُوَ يَسْأَلُ عَنِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «خَمْسُ صَلَوَاتٍ فِي الْيَوْمِ وَاللَّيْلَةِ» فَقَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهُنَّ؟ قَالَ: «لَا، إِلَّا أَنْ تَطَّوَّعَ، وَصِيَامُ شَهْرِ رَمَضَانَ»، فَقَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهُ؟ فَقَالَ: «لَا، إِلَّا أَنْ تَطَّوَّعَ»، وَذَكَرَ لَهُ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الزَّكَاةَ، فَقَالَ: هَلْ عَلَيَّ غَيْرُهَا؟ قَالَ: «لَا، إِلَّا أَنْ تَطَّوَّعَ»، قَالَ: فَأَدْبَرَ الرَّجُلُ، وَهُوَ يَقُولُ: وَاللهِ، لَا أَزِيدُ عَلَى هَذَا، وَلَا أَنْقُصُ مِنْهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَفْلَحَ إِنْ صَدَقَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 11]
المزيــد ...

له طلحه بن عبید الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
د نجد له خلکو څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې راغی چې سر یې ببر او وېښتان یې ګډوډ وو او موږ د هغه د غږ بونګاری اورېده، خو موږ نه پوهېدو چې څه وایي تر دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نږدې شو ، نو ګورو چې هغه د اسلام په اړه پوښتنه کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې: «په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه» نو هغه وویل: آیا نور کارونه هم راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، خو که نفلي لمونځونه وکړې، او د رمضان د میاشتې روژه»، هغه وویل چې آیا لدې پرته نور څه راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي روژې ونیسې» او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د زکات یادونه وکړه، نو هغه وویل: آیا لدې پرته نور څه راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي خیراتونه ورکړې»، وایي: سړی روان شو او (له ځان سره یې) ویل چې: قسم په الله چې لدې به یې نه زيات کړم او نه به يې کم کړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کامیاب دی که ریښتینی وي.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 11]

تشریح

د نجد له خلکو څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، په داسې حال کې چې ویښتان یې ګډوډ وو ، غږ یې لوړ و، په خبرو یې څوک نه پوهېده، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نږدې شو. نو د اسلام د فرائضو په اړه یې پوښتنه وکړه؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه پېل وکړ او پوه یې کړ چې الله تعالی پرې په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي.
ويې ويل: آيا له دې پنځو لمونځونو پرته بل کوم لمونځ کول راباندې شته؟
ويې فرمايل: نه، پرته له دې چې د نفل په توګه لمونځ ادا کړې.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: او له هغه څه نه چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي د رمضان د میاشتې روژه نیول دي.
سړي وویل: آیا د رمضان له روژې پرته راباندې بله روژه نیول شته؟
هغه وويل: نه، پرته له دې چې په خپله خوښه روژه ونيسې.
بيا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د زکات يادونه وکړه.
نو سړي وویل: آیا له فرض زکات نه پرته راباندې نورې کومې صدقې شته؟
هغه وفرمایل: نه، مګر دا چې نفلي وکړې.
کله چې سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا فرایض واورېدل، روان شو او په الله تعالی یې سوګند وکړ چې پر همدې به پابند پاتې کیږي؛ نه به ترې څه کموي او نه به یې زیاتوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د دې خبرې پسې وفرمایل: که چېرته دا سړی په خپل سوګند کې ریښتونی و، نو له کامیابانو څخه به وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د اسلامي شریعت زغم او پر مکلفو یې اسانتیا.
  2. له دې سړي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه سلوک، چې دې سړي ته یې جرأت ورکړ چې ورنږدې شي او پوښتنه ترې وکړي.
  3. الله تعالی ته په خورا مهم څیز بلنه، بیا ورپسې مهم او بیا ورپسې.
  4. اسلام له عقیدې او عمل څخه عبارت دی، نو له ایمان پرته عمل ګټه نه رسوي او نه عمل پرته له ایمان څخه.
  5. د دې اعمالو اهمیت او دا چې دا د اسلام له رکنونو څخه دي.
  6. د جمعې لمونځ په پنځو فرضو لمونځونو کې شامل دی؛ ځکه چې دا د جمعې د ماسپښین د لمانځه بدیل دی پر هغه چا چې فرض وي.
  7. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د ښوونې پروسه په تر ټولو مؤکدو فرائضو پېل کړه چې هغه له شهادتینو وروسته د اسلام ارکان دي؛ ځکه چې هغه سړی مسلمان و، او د حج یادونه یې له دې امله ونه کړه چې هغه لا په دې وخت کې نه و فرض شوی، او یا دا چې لا وخت یې نه و رارسیدلی.
  8. كه څوک د اسلامي شريعت په واجباتو ځان محدود كړي نو كامياب دی، خو د دې معنا دا نه ده چې سنت به نه کوي؛ ځکه چې د قیامت په ورځ په نفلو سره فرائض پوره کیږي.
نور