د احادیثو لړلیک

بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی
عربي الإنجليزية الأوردية
راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام
عربي الإنجليزية الأوردية
بېشکه تا د یو ستر کار په اړه پوښتنه وکړه، او دا کار هغه چا ته ډېر اسان دی چې الله ورته اسانه کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم
عربي الإنجليزية الأوردية
په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
یا الله زما قبر بت مه جوړوه
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ
عربي الإنجليزية الأوردية
پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای
عربي الإنجليزية الأوردية
په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده
عربي الإنجليزية الأوردية
ایا نه به یې حرامول هغه څه چې الله به حلال کړي و او تاسو به بیا هغه حرام ګڼل، او حلالول به یې هغه څه چې الله به حرام کړي و او تاسو به حلال ګڼل؟ نو ما وویل: هو خبره همداسې وه : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
عربي الإنجليزية الأوردية
ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی
عربي الإنجليزية الأوردية
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د سحر او جادو درملنې او یا پیریانو ویستلو د اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.(۱)
عربي الإنجليزية الأوردية
چا لره چې بد پالۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه ده؟، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او سپیره والی نشته مګر ستا له طرفه،(۱) او ستا پرته بل معبود نشته.
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9]
عربي الإنجليزية الأوردية
د الله تعالی دا قول (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) او ويې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر. ابن عباس - رضي الله عنهما -فرمایلي : دا د نوح له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي.
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي
عربي الإنجليزية الأوردية
هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي
عربي الإنجليزية الأوردية
دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ
عربي الإنجليزية الأوردية
له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
عربي الإنجليزية الأوردية
چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم
عربي الإنجليزية الأوردية
الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ
عربي الإنجليزية الأوردية
إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي
عربي الإنجليزية الأوردية
یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو
عربي الإنجليزية الأوردية
په نیکو عملونو کې بیړه وکړئ - مخکې له دې چې - لکه د تورې شپې د یوې برخې په څېر فتنې مو لاندې کړي -
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي
عربي الإنجليزية الأوردية
بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي
عربي الإنجليزية الأوردية
اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه ځان وساتئ، په حقیقت کې ستاسو څخه مخکې خلک په دین کې د افراطیت له امله هلاک شوي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
له یو انسان څخه بل ته په طبیعي توګه د ناروغۍ انتقالېدل، ښي لور او کیڼ لور ته د مرغۍ په الوتلو بدفال نیول، د صفر په میاشت بدفالي نشته، او له مجذوم څخه داسې وتښتئ لکه چې له زمري څخه تښتئ
عربي الإنجليزية الأوردية
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: «له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
زما نه مخکې الله تعالی هیڅ یو امت ته پېغمبر نه دی لېږلی مګر دا چې هغه لره به د خپل د امت څخه ځانګړي ملګري (حواریان) وو او داسې ملګري چې د هغه په سنتو به يې عمل کاوه او د هغه د اوامرو پیروي به یې کوله
عربي الإنجليزية الأوردية
کامیاب دی که ریښتینی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي
عربي الإنجليزية الأوردية
تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله
عربي الإنجليزية الأوردية
مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى». «په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي
عربي الإنجليزية الأوردية
هغه څوک له موږ څخه نه دی چې مخونه وهي، ګرېوانونه څیري کوي او د جاهلیت په (الفاظو) خېراوې کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي
عربي الإنجليزية الأوردية
هیڅ څوک پر بل د بدکارۍ او کفر تور نه لګوي، په داسې حال کې چې هسې نه وي مګر دا چې وینا یې بېرته پرې ورګرځي
عربي الإنجليزية الأوردية
مَنْ حَلَفَ بِالْأَمَانَةِ فَلَيْسَ مِنَّا». «چا چې په امانت قسم وکړ؛ هغه زمونږ له ډلې څخه نه دی
عربي الإنجليزية الأوردية
مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي
عربي الإنجليزية الأوردية
هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه
عربي الإنجليزية الأوردية
آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی
عربي الإنجليزية الأوردية
شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي
عربي الإنجليزية الأوردية
الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
عربي الإنجليزية الأوردية
داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
د منافق مثال د هغه پسه په شان دی چې د دوو رمو تر منځه ځي راځي، کله دې ته ورځي او کله هغې ته ( نه پوهیږې چې کومې سره یو ځای شي
عربي الإنجليزية الأوردية
ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي
عربي الإنجليزية الأوردية
زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي
عربي الإنجليزية الأوردية
رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي
عربي الإنجليزية الأوردية
او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم
عربي الإنجليزية الأوردية
یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي
عربي الإنجليزية الأوردية
(لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم
عربي الإنجليزية الأوردية
په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي
عربي الإنجليزية الأوردية
ذَاقَ طَعْمَ الْإِيمَانِ مَنْ رَضِيَ بِاللهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا». "د ایمان خوند هغه چا څکلی دی چې په دې راضي وي چې الله تعالی یې رب، اسلام یې دین او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی
عربي الإنجليزية الأوردية
په چا کې چې څلور خصلتونه وي هغه سوچه منافق دی او په چا کې چې له دغو څخه یو خوی هم وي په هغه کې د نفاق یو خوی دی تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي درواغ وايي او کله چې تړون وکړي ماتوي یې، كله چې وعده وکړي وعده خلافي کوي او کله چې شخړه وكړي کنځلې کوي
عربي الإنجليزية الأوردية
په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي
عربي الإنجليزية الإندونيسية
څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی
عربي الإنجليزية الأوردية
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "اې کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي
عربي الإنجليزية الإندونيسية